امريكا غواړي په سويلي پښتونخوا كې هم څارګرې الوتكې وكاروي
40
په امريكاكې د بارك اوبامه واكمنه ډله اوس په دې فكر كوي چې له وزيرستان او نورو سيمو وروسته د خپلو څارګرو الوتكو ومخه د سويلي پښتونخوا په لور هم واړوي .
د نيويارك ټايمز د يو راپور په اساس وسلوالو طالبانو اوس په سويلي پښتونخوا كې هم خپلې ځالې جوړې كړې دي . او ورځ تر ورځې په دغه سيمه كې پښې غزوي چې امريكا مجبوره ده د څارګرو الوتكو په مټ ورته دغه سيمه هم سور تنور كړي .
د نيويارك ټايمز د راپور له مخې د امريكا څارګرې دارې په دې باور دي چې ملا محمد عمر او د القاعده شبكې يو شمېر غړي اوس د كويټې په شاوخوا كې پټ دي چې له دې وروسته به تر پولې ها خوا بهرنيو ځواكونو ته ډول ډول سرخوږي پيدا كړي .