ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مارچ 18th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د سردار محمد داؤد خان د جنازې په مراسمو او شاوخوا دیرش کاله مخکې په هغو پیښو تبصره کړې چې د سردار دوژلو لامل شول.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د کاناډا د بهرنیو چادرو د  وزیر په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لاره باید هواره شي.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د فرانسې ددفاع د وزیر په نقل لیکلي دي چې د طالبانو له یوې برخې سره باید د خبرو بهیر پیل شي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي هغه کسان چې له لویدیځ سره کار نلري او غواړي  خپل عقاید پلې کړي له هغوې سره به خبرې وشي.

ورخباڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو نه غوښتې دي چې په عملي ډول میدان ته ننوځي څو خلک هغوې وپیژني.


د انیس دولتي ورځپاڼې بیا د داؤد خان او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازې د مراسمو بشپړ رپورټ خپور او انځورونه خپاره کړیدي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د غويي د اووم نیټې په کودتا تبصره کړې او لیکلي دی چې د افغانستان با شهامته ولس خپل ملي مشران نه هیروي.

ورخپاڼې په کابل کې د روسیې د سفیر مرکه هم په تفصیلي ډول خپره کړې چې ویلي دي چې د افغانستان روانه وضعه ښۍ چې ځینې تیروتنې شویدي.

ورخباڼې د موضوع په دوام د هغه په حواله لیکلي دي چې هره ستراتیژي باید د افغانستان په ملي ګټو ولاړه وي.


د ارادې د خپلواکې ورځپاڼې زیاتره مطالب هم د سردار محمد داؤد خان د کارنامو څیړلو ته ځانګړې شوي.

ورځپاڼې په جمهوریت او سردار داؤد حمله له بیلابیلو اړخونو څیړلې او هغه يې د کمیونسټانو یوه دسیسه بللې ده

ورخپاڼې پخپل وروستي مخ کې د سردار د کورنۍ د غړو  یو ستر انځور هم خبور کړې او لیکلي دي چې ددغو کسانو نه ځینې يې له سردار سره یو ځاې وژل شویدي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د داؤد خان د جنازې د مراسمو د رپورټ ترڅنګ پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د هیواد ریښتینې شهیده نوې کور دې مبارک.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې جاسوسي شبکې په هیواد کې مذهبي شخړو ته لمن وهي.

ورخپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د روسیې په نویو اهدافو تبصره کړې او لیکلي دي چې روسیه په افغانستان کې د امریکا پوخي حضور د خپلو اوږد مهاله ګټو لپاره ګواښ بولي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د داړد خان د وژلو او له هغې راوروسته په رامنخ ته شویو پیښو تبصره کړې او لیکلي دي چې له دې پیښې وروسته افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ شو.

ورخپاڼې د امریکا او ایران د اړیکو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او په افغانستان يې د هغې اغیزې څیړلي دي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې د سولې د خبرو لپاره روانو هڅو ته په اشارې پدې برخه کې د یو عملي میکانیزم د جوړولو غوښتنه کړې.

خو اصلاح بیا د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکلي دي چې پوخي عملیات باید په دقیقه توګه او له افغان ځواکونو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شي.


او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت په اړه په یو مطلب کې د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې ددوې ځواکونه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره افغانستان ته ندي راغلي.

Copyright Larawbar 2007-2024