د الوبخارا روغتېاېي ګټي
دالوبخارا جوس د وچو خرماؤ د خشته ولو څخه وروسته د فشار په ورکولو سره لاسته راځې. عمومي طرېقه ېي داده چي وچي الوبخاراوي په اوبو کي خشتېږي او بېا د فشار ورکولو په ذرېعه ېي جوس اېستل کېږې.دالوبخارا د جوس ېوه روغتېاېي ګټه داده چي د فاېبرو د خوا څخه غني دي او د جلابو وظېفه هم اجرا کوې.بله روغتېاېي ګټه ېي داده چي د فېنولو د څوا څخه غني دي چي د بدن انساج تقوېه کوې.فېنولونه د پوست او دماغ د حجرو د دېوالونو غوړ مواد ساتي او ددغو ساحو حجري نه پرېږدي چي تاواني سي دالوبخارا په جوس کي په زېاته اندازه وېټامېن (A) ېا بېتا کېروتېن موجود دي .
که چېري د حجرو دېوالونه وېجاړېږي دا کار دشرېانونو د بندېدو سبب ګرځي اود زړه د ناروغي باعث کېږې. که چېري په ورځ کي ېو سپک ګېلاس دالوبخاراجوس وخوړل سي ، دا کار د بدن مقاومت ډېر زېاتوې.هغه غذاوي چي د پوتاسېم له درکه غني وي هم ډېره ګټه لري . کوم کسان چي دا ډول غذاوي خوري ، هغوي ډېر کم د زړه په حملي او د وېنو په فشار اخته کېږې. که چېري څوک د زړه فشار ولري او غواړي چي د مالګي اندازه کمه کړي ، باېد په دي خبره ېقېن ولري چي د الوبخارا په جوس کي د سودېم اندازه ډېره کمه ده .نو چېښل ېي ډېره ګټه لرې.
دالوبخارا د جوس بله روغتېاېي ګټه داده چي دالوبخار دجوس فاېبر دوېلي کېدو قابلېت لري ..فاېبر په وېنه کي د شکري اندازه نورمالوي او د شکري اندازه را کښته کوي .فاېبر د هغو کسانو سره هم مرسته کوي چي د بدن وزن کموي او د زېات خوراک مخه هم نېسي .
دالوبخاارد جوس بله ګټه داده چي د ېني اوکولمو د وظېفو سره مرسته کوي . وېلي سوي فاېبر د دېني ژړ پاکوي او هڅه کوي چي د بدن ذخېره سوي کلاسترول مصرف سي .دا کار ددي سبب ګرځي چي دبدن د کلاسترولو اندازه را ټېټه کړي .
کله چي غواړي د الوبخارا جوس په کور کي جوړ کړي ،نو د جوړولو طرېقه ېي داده چي پنځه برخي فلتر سوي اوبه او ېوه برخه وچه الوبخارا د درو ېا څلورو ساعتونو د پاره سره ېوځاي کېږي . کله چي الوبخارا ښه خشته سوه ، تر هغه وروسته ېي جوس اېستل کېږي اوچېښلو ته تېار دي .