کور / سياسي / زلمی خليل زاد او د امريکا ريشخنده ډيموکراسي !

زلمی خليل زاد او د امريکا ريشخنده ډيموکراسي !

په دې وروستيو لسيزو کي په نړۍ کي د امریکا د سلطې غزېدنه دبخملي او نارنجي غوندي بلوا ګانو په سازماندهي سره را شروع او دا دامریکا په خارجي سیاست کي  دوې داسي تازه اومهمي شېوې سوې چي د غه هيواد دهغوی په کارولوسره د خپلو لاسپوڅو په را مخته کولو او د خلکو د ناخوښيو څخه د ناوړه استفادې په غرض د نورو هيوادو په چارو کي  لاسوهني وکړلې او هغه يې د اشغال موډرنه طريقې او يوه آسانه او کم خرڅه وسيله يې وګرځوله  .

 امریکا د غه کار  بې له دېنه چي لکه پخوا په هيوادو کي دي مستقیمه پوځي  مداخله وکړي يا د خپلو پلورل سوي ګوډاګيانو په وسيله دي نظامي کودتاګاني و بري ته ورسوي ، داسي هڅي يې وازمويلې چي لومړی  د ولسونو په مينځ کي دنارضتيو شرایط را مينځته کړي او وروسته بيا د دې ناخوالو په پړسولو سره د اصلاحاتو او ډيموکراسۍ په نامه دولسونو و پارېدلو ته لستوڼي را و نغاړي او د هغه  څخه  ګټه واخلي . دغه کار د سیاسي، اقتصادي اصلاحاتو په نامه يوه ډېره آسانه وسيله وه  چي امریکا په نورو هيوادو کي خپل ځانته د سیاسی، اقتصادي او فرهنګي يرغل دپاره لاره هواره کړه . امريکا په پاناما، هائیټي، افغانستان او عراق کي خپل پو ځي يرغل او اشغالګرانه عملیات تر همدې شعارو لاندي تر سره کړل، خو په اندونیزیا او کانګو کي چي بيا کلونه کلونه د واشنګټن ملاتړ ورسره وو دملي انقلابو او دولسونو د را پاڅېدو د ويري او مخنيوی په خاطر د هغو ګوندو او افرادو څخه ملاتړ وکړ چي د هغوی د اعتماد وړوه . د دغو ګوندو او اشخاصو د را مخته کولو لپاره یې د بخملي او نارنجي بلوا ګانو د فورمولاوو څخه  کار واخیست او په دې ډول يې خپل لاسپوڅي په خورا ارزانه او آسانه توګه و واک ته ورسوله . خو دغه سټراټيژي بيا په ځینو هيوادو لکه وينزويلا او برازيل کي و نتيجې ته و نه رسېدل او د امریکا شيطاني رياکاري يې رسوا او د زیاتو ستونزو سره يې مخامخ کړه . د امريکا د بخملي او نارنجي کودتا ګانو لړی لومړی د ګرجستان څخه را شروع سوه چي نن سبا د لويې رسوايي ا و بحران سره مخامخ دی .

 يوه نیمه لسیزه پخوا کله چي شوروي اتحاد سره وشلېد او په ختيځه اروپا کي د امريکا د مضحکي ډموکراسۍ په نامه “بخملي” او “نارنجي” سره او زرغونه غوندي خود ساخته انقلابونو خپله افتضاح و ميدان ته را و ايستله او تر همدې نامه لاندي يې بدلونونه رامينځته کړه، نو زياترو کمونيسټي رهبرانو لکه ګورباچوف، شيوارډنادزي، يلټسين، سولو بوډان ميلوسوويچ، پوټين، عليوف او نورو هم يو دم خپله څهره بدله کړه اود خپل مقام او قدرت مواضع یې د امریکا د هغه وخت د سياسي غوښتونو او مواضعو په نقاب کي را ښکاره او ځانونه یې دهغو سیاسي جناحو په مواضعو کي رابرسيره کړل چي د امريکا خوښ او د تائيد وړ وه .زموږ په هيواد کي د پلورل سوي پرچميانو د حاکميت په دوره کي چي خبره غړکه سوه نو سلطان علي کشتمند هم داسي څهره خپله کړه چي د محمود بريالي لخوا دشمال د ائيتلاف په را مينځته کېدو سره د خلق د پرچم د ګوند نه يې استعفاوکړه او په هغه کي يې ان د غړيتوب نه ځان بلکل ناګاره واچاوه او داسي مخ يې ښکاره کړ څو د ورځي په سياسي بازار کي ځانته مارکېټ پيدا کړي . د ګوند ها بل اړخ بيا کودتا خپله کړه د پولي ها خواته يې پناه يوړه . په هغه وخت کي خو لا په مرکزي آسيا او د قفقاز په سیمو کي د بخملي انقلابونو خبره دومره توده نه  وه  خو په دې هيوادو کي يوازي حاکمو او بدنامه ډلو خپل نومونه بدل کړل . زموږ دوطن بدنامه د جهاد مخکښه لاسپوڅو هم خپل دګوندونو سرغنه پاچه کشاله جنګسالارانو پطلونونه واغوستل اود پکول سره يې نکټايي ګاني وتړلې ، دکفر سره د فی سبيل الله جهاد دبرکته يې بانکونه په ډالرو ډک کړل . وطن يې چي د ولس په وينورنګين کړی وو نو د هغه په بدله کي يې ځانته بلډنګونو ودرول . دوستم، احمد ضیا مسعود،محقق، خليلي، قانوني، عبدالله کم سواده او لوی غل فهيم يې و لويو څوکيو ته وګمارل او ملي ضد عناصرو ته يې ان د مارشالۍ لقب او د ملي دفاع د وزارت دنده  وسپارله .

  تازه د پولي ها خوا په پاکستان کي يې هم آصف علي زرداري چي د خپلي ماندينې بې نظير بوټو د واکدارۍ په دوران کي يې د دولتي قراردادو د کميشن کاره اجنټ په توګه کار کاوه، او لکه چي ويل کيږي په سلهاوو ميليونه ډالر يې د همدې لاري جېب ته کړي وه، خو اوس دادی د خپلي ماندينې د سر د سودا په بيه امريکې هغه د پاکستان د صدرپر چوکۍ کښېناوه او امريکا دهغه په وسيله خپله ډيموکراسي ورباندي تمثيله کړه !

 نن چې د نړۍ والو اړیکو و ډګر ته څوک ګوري نو په هغه کي هغه پخواني سیاسي او ډیپلوماټيک حرمت او ادبي او اخلاقي نزاکتونه نه ليدل کيږ ي . دا عرصه اوس د واقعي سياسي رنډيانو په بازار باندي اوښتې ده ، دلته ملي ګټو او وطنپالني رنګ باېللی هر څوک و هرچا ته ايشله کوي څو د پرديو توجه ځانته جلب او د وطن د عزت سودا ور باندي و کړي ! دلته نن ټول د سر په سترګو ورته ګوري چي  په دې امريکايي ټيپ ډيموکراسي کي  داسي سياسي بازيګران فعال سوه چي لاسونه يې د ولسونو په وينو ککړ دي . ملي ضد کارنامې لري دهغوی په عملنامو کي غير له اخلاقي ضد او انساني ضد جناياتو نه څوک بل څه نسي پيدا کولای . چيري چي کوم جنايت کاره، قاتل او غل وي ، چيري چي کوم قاچاقبر، ډرګي او د حرامزاده ګيو په بازار کي يو پروفيشنل لوچک وي، چيري چي کوم مکار، چلبازه ، دغلکار د خلکو په وړاندي لوی درغل وي چيري چي تر هرچا زياد لاسپوڅۍ کېدای سي نو امريکا ددغه شاني بدنامه اشخاصو په را پورته کولو کي ميليارډونه ډالر مصرف وي ترڅو هغه و واک ته ورسوي او خپله غربي ډيموکراسي ورباندي تمثيل کړي .

 د نن او پرون په افغانستان کي چي شرق او غرب دواړو د خپلو سياسي بازيو په ګردوا کي دغه ښکلی او مظلوم هيواد لو لپه کړ، نور دغه يرغلګر ځواکونه پر موږ احسان نه سي اچولاي چي برادره دادی نن موږ ستاسو د پاره تر بل هر چا زياتره هومانيسټان يو او ستاسو غم خورو مرستي او نجات ته مو راغلي يو! دا به هم راته وايي چي پرون مو يو ځل د بن کنفرانس درته جوړ کړ او اوس دادی په ډوبی کي غونډي درته جوړوو! 

 زموږ وطن پرون هم او نن هم د لويو سيمه ائزو او نړی واله بازيو په مرکز کي واقع وو او اوس هم دی . دلته نه د اسلام او کفر خبره وه او نه هم د ټروريزم سره د مبارزې خبره ده د دې چي امريکا ډنډورې ورته وهي !

 دلته لاتر اوسه د همدې امريکي ، انګليس او روس د نامرده ګاونډيانو سره ناپاکه او ابليسانه کارنامې او لاسوهني جاري دي او موږ لا نه يو ځني خلاص سوي . دغه د مځکي پر مخ واقعي شيطانان د خپلواکی په نامه، د اسلام په خطر کي دی په نامه، د کفر سره د جګړې په نامه او نن د دغه رېشخنده د ډيموکراسي د پلي کېدو او د ټروريزم يا مخدره موادو سره د جګړې په نامه دا ټوله موږ ته د يوې مضحکي نندارې په توګه تمثيليږي او په همدې مکارۍ سره يې زموږ وطن دا دېرش کاله او خاصتاً دا اوه کاله کيږي په سره تناره کي کباب کړ او لا اوس هم غواړي زموږ بېخ را وباسي. هغوی غواړي د سيمي په دهيوادو کي  د نفتي زېرمو د لاندي کولو دپاره خپله سټراټيژي  پلې کړي او هغه هم زموږ د مظلوم ولس د قربانۍ په بيه .

  نن خليلزاد دغه ناافغانه عاليرتبه امريکايي چارواکی موږ ته د افغانيت او ډيموکراسۍ درس را کوي ، دغه د بوش په بدنامه اداره کي چي د جنايت کارانو او قاتلانو د ټيم غړی وو او د يهودانو د ګټو ساتندويه چارواکۍ وو، نن موږ ته د وطنپالني او افغانپالني درس را کوي او په مفتضحانه توګه داوسني منتخب دولت په موجوديت کي هر څه چي دی، پر ځان يې ، بې مسلکه او بې وطنه مداريان راټول کړي او زموږ افغانانو په دوديزه ټولنه کي د هغوی په ګمارلو او تطميع سره  خپلي نخشې را باندي پلي کوي او موږ ته د غربي ډيموکراسۍ د افتضاح سبق را زده کوي دوطن راتلونکي مو راته ټاکي .

 په دې وطن کي هرکله چي د ريا اوتذوير ترشا موږ ته مشران پردوراته ټاکلی دی يا ددې وطن د خپلواکۍ سوداګرانو چي په ملت کي يې د افتراق په روحيه د شر تخم پاشلی دی اويا په هره بانه چي وو نيرنګ يې راسره وهلی دی نو سر يې هم خوړلی دی . دا وطن به د اذله څخه په رشتيا هم دسيمه ائزه جګړه مارانو او د نړۍ د فرعونانو د جګړو ميدان وو خو وهر اهريمن يرغلګر، هر فرعون او او اوس هر نيکټايي داره مسلمان،جنګسالاره د ګردنو غلو او د پردو مزدورانو ته سور اور ګرځېدلی دی او په پای کي د  ټولو سرخوره هم سوی دی .

  داسل فعال ګوندونه نه شرميږي چي دهغوی په رسمي مجوديت کي د امريکا د دولت يو رسمي لوړ پوړی مامور د افغان وطن و جمهوري رياست ته ځان آماده کوي؟ آيا دا د افتراق او ريشخند ډيموکراسۍ نمايشنامې زموږ د وطن ستونزي را حلوي او که لا زياتي نوري داخلي او سيمه ائزه لانجې را زېږوي ؟ اوس دم درحاله څوک نه پوهيږي چي دغه خليل زاد چي په ملګرو ملتو کي د امريکاد بوش د ټيم خاص استازی وو، اوس هغه چي چه کاره دی چي افغانانو ته، د ډوبی غوندي غونډي  جوړوي او افغانانو ته د خپل هيواد د راتلونکي په اړه ډيکټې ور کوي ؟

 داسي غونډي ولي ملګري ملتونه، ولي اسلامي کنفرانس ، ولي د غير منسلکو دهيوادو ټولنه او ولي پخپله افغانان نه جوړوي چي د خليل زاد غوندي يو امريکايي رسمي چارواکی يې راته جوړوي؟ . دغه ښاغلی يو ځل د امريکې د بهرنيو چارو د لوپوړي چارواکي په توګه د امريکې د سفير په جامه کي مداخلې وکړې، شر يې وپاشه او اوس به بيا زموږ په هيوادکي ځان راته  د افغان په نامه خو د امريکايي افغان رئيس جمهور په حيث به ځان را ته آماده کوي . داسي ريشخندي تر دا اوسه پوري تاسوپه يوبل هيواد کي ليدلې وه؟

 دلته که دغه خليل زاد دا افغانستان جمهور رئيس شي، نو آيا زموږ هيواد به د امريکا يو آسيايي ايالت نه وي؟ دغه ښاغلی به د لته زموږ په هيواد او سيمه کي د امريکا د ګټو د پاره نه جنګيږي ؟ آيا دهغه په قدرت کي راوستل به زموږ هيوادپه يوه واقعي مستعمره نه بدليږي؟ آيا په داسي حالت کي به موږ خپل ځان يو خپلواک او آزاد هيواد وبللای سو ؟ اشغال نو بل څه ته وايي ، دغه افغانان چي د خليل زاد غوندي يوه امريکايي چارواکي را غونډ کړل او د هغه تر ډيکټې او ادارې لاندي پورته کښته سوه، آيا دوی په دې نه پوهيږي چير هغوی ټوله د وطن پلورونکو او خاينانو په توګه و ارزول سوه ، داسي چي هغوی خپله مستقلانه اراده نلري  او دا نور دي چي په هغو باندي د خپل هيواد د راتلونکي دپاره خپله اجنډا پلي کوي او د نانځکو په څېر يې استعمالوي .

 څېړونکې په دې باور دي چي که د امريکا اداره د بارک اوباما تر مشری لاندي زموږ په هيواد افغانستان کي داسي تلاښ وکړي چي د ولشمرۍ په ټاکنو کي خليلزادرا مخته کړي او هغه و بري ته ورسوي نو دا کار به په سيمه کي و مطرحه هيوادو ته بر الا د جنګ اعلان وي او هغه وخت به د بيل کلينټن تشويش تحقق ومومي چي زموږ هيواد به و امريکا ته تر پخواني ويټنام څو ځله زيات يو تراژيک او خونړی ويټنام وګڼي .

 ۱۹/۳/۲۰۰۹

تبصره نسته

  1. Although Lar aw Bar do not welcome my comment, nevertheless I am writing about above article and saying: This article is excellent and based on truth, I hope, the Afghans will realize it what kind of next dirty game is on way? How much horrible experiences will be needed to come to ourselves and act as Afghan like our forefathers and stop to run behind those trained sold selected people!

  2. دستړي مه شي په وئيلو سره:
    لمړي غواړم او هيله مند يم چي، زما ځيني ګران هيوادوال زما په څرګندونو خوابدي نشئ.
    بيا وروسته كه راشم د يما وږور د ليكني په هكله،د هيڅ شك او شوبهي ځاي نشته .كه په افغانستان باندي كشميري كډوال پادشاهي ته رسي، كه په افغانستاان كولابي واك ته رسي نو بيا ولي خيلل زاد پ پادشاهي تر لاسه نكړي ؟

    خليل زاد هغه څوك دي چي،دبوش اداري له لوري په افغانستان كي ستر پادشاه ګمارل شوي ؤ.كابيني يي جوړولي.سياف،رباني،طاهرشاه ،خليلي ،محقق او نورو ټول دنړي له ګوټ ګوټ څخه يي بلواګر راټول كړل او په افغانانو يي مشران كړل د مياشتي ديرش ديرش زره ډالره تنخواګاني وركولي ولي به پرافغانستان بي مالكه خاوره د پادشاهي كيف نه كوي . بيغمه ګرځه د يونيكال د كمپني دپادشاهي باب دي .نن كرزي اوسبا خليل زاد اوبل سبا
    پيا د قيوم كرزي او محمود كرزي او ان د ولي كرزي وار به هم راشي هغه چي،مونږ پرون د ولي سياه په نوم په يو ه ټولګي زده كړي كولي او شپږ ټولګي يي په اتو كالو كي پاي ته رسولي او نن د قندهار بابا نوم يي ګټلي دي .ولي به يي نه ګټي ؟ كله چي، په خپل ووټ غوره شوي مشر مو ګل آغا شيرزي ته د ننګرهار د با با نوم ډالي كوي ،كله چي، مشر مودكاكا حيات الله خان زوي اجمل كرزي ته د غزني ټولي ځمكي ډالي كوي ، د كرزي په ژبه خواراو بيوزله محمود كرزي ورور ته د بفلان ټولي فابريكي د ښوونځييو بد مرغه زده كوونكو وينو په بدل كي ډالي كوي ولي خيلل زاده بي مالكه خاوري پادشاهي تر لاسه كولو ته نه چمتوكوي ؟هه؟كله چي،زمونږ پادشاه تورمخي كشميري كډوال ببرك كارمل (باريس كارلوويچ) له تاشكند او بخارا څخه پادشاهي ته رسي نو بيا څخه عيب دي چي،خليل زاد د نه پادشاهي ته رسي.افغانانو ته نن ډيموكراسي او ډالر مهم دي ، نه اسلام او افغانيت.زه د يما ورور په انګيرنو پوه نشوم ،كله چي د يوه موچي زوي قانوني او يا د يوه جومات ملا زوي ملا فهيم د مارشالي كرسي لاندي كوي نو بيا څه عيب دي ديهودي ميرمني ميړه خليل زاد پادشاه نشي .
    هسي چي ملت دي هسي به يي واكمنان وي.

    د افغانستان پادشاهان طلايي او طلا خوران او د هغه كړوسيان هغه او دغه وي نود خليل زاد څخه به ګيله وي.زما په آند خو كه خليل زاد پادشاه شي نو ډاډه يم چي،افغانستان به بي خرته ډالر رامات شي ،يوڅو وراني ويجاړي پاتي فابريكي دبګراميو،د ګلبهار او په پلازمينه كي دناستي ځاي پاتي نشي. خو يو پوښتنه لرم هغه دادي چي، ولي ډيموكراسي وروسته له جګړي رامينځته كيږي؟دا ددي دپاره چي هرڅوك خپله ونډه په تالان كي ترلاسه كړي .

  3. زما په آند خو كه خليل زاد پادشاه شي نو ډاډه يم چي،افغانستان به بي خرته ډالر رامات شي ،يوڅو وراني ويجاړي پاتي فابريكي دبګراميو،د ګلبهار او په پلازمينه كي دناستي ځاي پاتي نشي. خو يو پوښتنه لرم هغه دادي چي، ولي ډيموكراسي وروسته له جګړي رامينځته كيږي؟دا ددي دپاره چي هرڅوك خپله ونډه په تالان كي ترلاسه كړي .

    Pattan Kana, za kho feekar na kawam chi oss pa assana $Dollar rashee zaka America pa khpala de economy promlem sara makh da aw de bekarano shmer 30 milliono ta waraseda kho ka ta ta malooma wee no mata ye ham wawaya chi wot warkam

  4. يما جانه وروره ، وايي چي صد زدن زرګر و يک زدن آهنګر نو ستاسو ليکنه بس همداسي شوه !
    تاسو دي آباد اوسی !
    په درناوی
    اجمل