د سعید انصاری د ادعاوو په هکله څرګندوني
بسم الله الرحمن الرحیم
په کابل کی د روان هجری شمسی کال د دلوی د میاشتی داستشهادی حملو په رابطه چی د عدلیی په وزارت، د محابسو په عمومی ریاست او یو لړ نورو اهمو دولتی اهدافو تر سره شوی د کرزی د ملی امنیت د ویاند سعید انصاری پرونی ادعاوی په بشپره توگه بی اساسه اوښکرور درواغ دی .
دا عملیات د اسلامی امارت د الحمزه استشهادی کنډک لخوا د افغانستان د داخل په مفتوحه سیمو کی طرح شوی او پلان شوی وو، په دی عملیاتو کی هیڅ غیر افغانی تبع ونډه نه لرله، اونه هم په دی عملیاتو کی سهیم د اسلامی امارت کوم م مجاهددلوګرولایت په مربوطاتوکی اسیرشوی او نه یی هم کوم مجاهد په شهادت رسولی.
الحمدلله په دغه عملیاتو کی دخیل پلانونکی اورهبری کونکی مجاهدین ټول روغ رمټ دی او په دښمن باندی د نورو کارنده حملو لپاره تیارئ نیسی. ددښمن د امنیت د اداری د ویاند پرونی کنفرانس او دروغجني ادعاوی د هغو پوچو او بی شرمانه تبلیغاتولړئ ده چی دښمن بالخصوص ددوی د امنیت اداره یی د خپلو ماتو او رسوائیو دپټولو په موخه ترسره کوی. زموږ د معلوماتو له مخی په کابل او لوگر کی نیول شوی او شهید کړای شوی افغانان ټول عام وګړی او دسیمی اوسیدونکی دی ، د لوگر د چرخ په ولسوالئ کی د وحشی صلیبیانو او د امنیت د اداری د کارمندانو په لاس د یوی کورنئ پنځه تنه په شهادت رسول شوی کسان بی وزله کلیوال ول او پخپله دلوگر محلی اداری هم رسنیوته په دی خبره اعتراف وکړ د چرخ ولسوالئ ولسی خلکو ددی عملیاتو په غبرگون کی دولسوالۍ ودانۍمحاصره کړئ وه او سخت احتجاجونه یی وکرل.
په لوگر کی چی کوم کسان نیول شوی د هغوی په نیونه باندی په احتجاج کی دتش په نامه پارلمان یوه وکیله میرمن شکیلا هم د احتجاج په دوران کی دپولیسوله لوری ټپي کړای شوه. دښمن تل په کابل کی له عملیاتو وروسته په خپلو رسوائیو او ماتو د پردی اچولو په موخه یو شمیر کسان نیسی او بیا د تحقیقاتو په ریاست کی سختی شکنجي ورکوی او په زور تری اعترافونه اخلی.
له دی نه مخکی هم دښمن د لوگر د دشت باری په سیمه کی دظاهر په نوم یو کوچي د شپی مهال د خپلو ماشومانو په وړاندی په ډیر بیرحمانه ډول په شهادت ورساوه او بیایی ادعاء وکړه چی نوموړی ددی عملیاتو مشری په غاړه لرله. همداراز د عدلیی وزارت د عملیاتو په ورځ ګوډاګۍ اداری له 600 حخه زیات بی گناه ښاریان د کابل له مختلفو سیمو څخه ونیول چی ځینی یې لاتراوسه هم ربړوی. موږ به ان شاءالله ډیر ژر دعمل په میدان کی په خپلو نورو کارنده اودقیقو حملوسره دا ثابته کړو چی دښمن څوک نیولی او څوک یی په شهادت رسولی . انشاالله تعالی .