ځيني په زړه پوري خو ؛ شرمونكي حقايق :

د لراوبر اداره | مارچ 19th, 2009


لاندي اعداد او ارقام په لوړ اواز چيغي وهي ، پيغور راكوي او زموږ كمزوري راښيي .  
 


Demographics :  په نړي كي د يهودو ټول نفوس څه د پاسه ( ۱۴ ) ميليونو ته رسيږي چي په مختلفو قارو كي ژوند كوي  
 





  • په امريكا كي  اوه ( ۷ ) ميليونه   يهود



  • په اسيا كي پنځه ( ۵ ) ميليونه   يهود



  • په اروپا كي دوه ( ۲ ) ميليونه   يهود



  • په افريقا كي يو(۱۰۰۰۰۰ ) لك  يهود


په نړي كي د مسلمانانو شمير يو نيم ميلياردو تنو ته رسيږي يعني : 
 




  • اسيا او منځني ختيځ يو ميليارد مسلمانان



  • افريقا څلور سوه ميليونه        مسلمانان



  • اروپا څلورڅلويښت ميليونه    مسلمانان



  • امريكا شپږ ميليونه              مسلمانان


   د نړي په هرو پنځو تنو كي يو تن مسلمان دي ، د هر هندو په مقابل كي دوه مسلمانان موجود دي د هر يهود په مقابل كي يو سلو اوه  تنه مسلمانان موجود دي .


خو له دي ټول زياتوالي سره سره بيا هم ۱۴ ميليونه يهود تر  ۱۵۰۰ ميليونو مسلمانانو غښتلي با نفوذه او زرور دي ولي ؟


  ځيني حقيقتونه وگوري !  


  د نړي ځيني نابغه څيري چي د نړي بڼه يي بدله كړي ده : 




  • Albert Einsten          يهود



  • Sigmund Freud        يهود



  • Karl Mark               يهود



  • Milton Friedman     يهود



  • Paul Samelson         يهود


  د طب د برخي نابغه گان: 
 




  • د واكسينولو ستن   –  Benjamin Ruben      يهود



  • د پوليو واكسين     –  Jonas Salk                يهود



  • د ويني د سرطان درمل –  Gertrude               يهود



  • تور ژيړي               –  Buruch Blumbarg     يهود



  • د سفليس درمل       – Paul Erlich                يهود



  • عصبي عضلي سيستم  – Elie Metcnnikoff   يهود



  • د سرطان درمل        – Aaron Beck             يهود



  • اندوكراينو لوژي     –  Andrew Schally      يهود



  • د حاملگي ضد درمل  –    Gregory Pincus   يهود



  • د انسان د سترگو مطالعه – G. Wald            يهود



  • امبريولوژي              – Stanley Cohen      يهود



  • د پښتورگو دياليزيز –  Willem Kloffcame  يهود


د نوبل د جايزو گټونكي : 


په تيرو ( ۱۰۵ ) كلونو كي د ( ۱۴ ) ميليونو يهودو له جملي څخه ( ۱۸۰ ) تنو يي د نوبل جايزي كټلي دي پداسي حال كښي چي په ( ۱۵۰۰ ) ميليونو مسلمانانو كي يوازي درو ( ۳ ) تنو يي د نوبل جايزي كټلي دي . 
 


ځيني اختراعات چي تاريخ يي بدل كړي دي : 
 




  • Micro processing chip  – Stanly Mezar     يهود



  • هستوي رياكتور                 – Leo Zeland        يهود



  • Optical fiber cable       -Peter Schutts        يهود



  • د ترافيكو څراغ                 – Charles Adler     يهود



  • فولاد ضد زنگ                -Beno Strauss        يهود



  • ږغ لرونكي فلم                -Isudor Kise            يهود



  • د تليفون مايكروفون         -Emile Berliner       يهود



  • ويډيو ريكاردر                -Charles Qinsbarg    يهود


د نړي مهمي تجارتي څيري :




  • POLO-Ralph Lauren                                   يهود



  • Levistrauss-Cocacola                                 يهود



  • Lives Jeans                                                يهود



  • Haward Schultz-Star bucks                      يهود



  • Sergy Bri-Google                                        يهود



  • Michae Dell-computer                               يهود



  • Lary Ellison-Oracle                                     يهود



  • Donna karan-DKNY                                 يهود



  • Dunkin Donuts-Baskin & Robbins      يهود


ځيني مهمي سياسي څيرې په تيره پيړى كي :




  • د امريكا خارجه وزير هيرني كيسينګير يهود



  • د YALE پوهنتون رئيس  ريچارډ ليوين يهود



  • د امريكي د فدرالي حكومت غړى Allan grensphan يهود



  • د امريكا خارجه وزيره Madlien Albrighto         يهود



  • د امريكا فاع وزير           Casper                        يهود



  • د سنګاپور مشر وزير David Marshal               يهود



  • د روسيې لومړى وزير Yegeny Primakov           يهود



  • د پرتګال جمهور رئيس  Jorge Sampio                يهود



  • د كاناډا د صدراعظم مرستيال Herb Gray               يهود



  • د فرانسې صدراعظم Pierre mendes                     يهود



  • د امريكې د خزانې وزير  Robert Roben                يهود


د نړي د ميډيا مهمي څيري : 
 




  • CNN تلويزوني شبكه   –  Worf Blitzer           يهود



  • ABC تلويزوني شبكه   –  Barbarbra Walter    يهود



  • واشنگتن پوست اخبار   -Ezigen Meyer            يهود



  • ټايم مجله                    –  Herny Grounwald  يهود



  • نيوريارك ټايمز              – Maxfrankel               يهود


بيا هم مسلمانان كمزوري او يهود زورور دي ولي ؟


ځكه موږ د علم د حاصلولو ظرفيت له لاسه وركړي د نړي ( ۵۷ ) اسلامي ملكونه يوازي ( ۵۰۰ ) پوهنتونونه لري حال دا چي يواځي متحده ايالات  ( ۵۷۵۸ ) او هندوستان ( ۸۴۰۷ )  پوهنتونونه لري پداسي حال كي چي د اسلامي هيوادونو د ( ۵۰۰ ) پوهنتونونو له جملي څخه يو هم د نړي په غوره پوهنتونو كي نه شميرل كيږي . 
 


ځيني نور ارقام به هم وڅيړو : 
 




  • د سواد كچه په مسلمانانو كي ۴۰%  خو په عيسويانو كي  ۹۰% ده.



  • په ( ۱۵ ) عيسوي هيوادونو كي د سواد كچه ۱۰۰% ده .



  • په عيسوي هيوادونو كي ۹۸% خلګو ابتدايي ښوونځي لوستلي دي .



  • يوازي ۵۰% خلګو په اسلامي هيوادونو كي ابتدايي ښوونځي لوستلي دي .



  • د عيسوي نړي ۴۰% خلګو پوهنتون لوستلي دي خو په اسلامي هيوادونو كي دا كچه يوازي ۲% ته رسيږي .



  • زياتره اسلامي هيوادونه د خپل هر ميليون نفوس لپاره ( ۲۳۰ ) ساينس پوهان لري حال داچي امريكا د هر ميليون نفوس لپاره ( ۵۰۰۰ ) ساينس پوهان لري .




  • عيسوي نړي په خپل هر يو ميليون نفوس كي ( ۱۰۰۰ ) فني او ماهر كسان لري خو عربي نړي د هر ميليون لپاره ( ۵۰ ) فني كسان لري.




  • اسلامي هيوادونه د خپلي بوديجي يوازي( ۰.۲)  فيصده د ريسرچ لپاره مصرفوي حال داچي دا شميره په عيسوي هيوادونو كي ۵% ته رسيږي .




  • پاكستان د هرو ( ۱۰۰۰ )  تنو لپاره( ۲۳) ورځپاڼي لري خو سنكاپور د هرو (۱۰۰۰ ) تنو لپاره (۴۶۰)  ورځپاڼي لري .



  • په برتانيا كي د يو ميليون نفوس لپاره ( ۲۰۰۰ ) عنوانه كتابونه موجود دي خو په مصر كي دا شميره ( ۱۷ ) عنوانه ته رسيږي . 
     


موږ د نړي تر ټولو غټ او لوي نفوس يوو خو زموږ ستونزي څه دي موږ هميشه خپل قيمتي وخت پداسي شيانو چي هيڅ مفهوم نلري


تيروو موږ په تيرو ( ۱۴ ) پيړيو كي پداسي موضوعاتو بوخت وو چي هيڅ حل نلري : 
 




  • ږيره او لنگوټه چي زموږ د ژوند تر ټولو لوي مضمون جوړوي بايد څنگه وي ؟



  • ايا تلويزون او عكس اخستل په كامپيوټر څخه استفاده كول حرام دي او كه …….؟



  • په خپل اسلام كي مو كوم مذهب پر حق دی او څوك ښه مسلمان دي .



  • زموږ تر ټولو غټ مشكل او زياته دښمني له ښځو سره ده او زموږ د عمر زياته برخه په همدي بحث ضايع كيږي ښځه بايد تعليم وکړي کنه ، ښځه بايد په كور كي كښيني ښځه يا د كور ده يا د گور …




  • په موږ كي كوم قوم اصل او څوك د ښه ذاته دي ؟  ځينو خلگو ته جاهل او بي سواده وايو او ور پوري خاندو ځينو ته كم اصل او ډمان وايو او ورسره كښناستل عيب كڼو …

Copyright Larawbar 2007-2024