کور / تازه خبرونه / ۴ مليونه حاجيان په سپينو احرامونو کي مينا ته ولاړل

۴ مليونه حاجيان په سپينو احرامونو کي مينا ته ولاړل

( حاجي ابراهيمي ) لراوبر دات کام – مکه مکرمه



 


         


       


                


دمكي مكرمې دمقدس ښار څخه نن سهار وختي نيزدې څلورميليونه حاجيانو چي سپين احرامونه يې پرتن وو دميناشريف پر لوري حركت وكړ .
په دغه ډله كي دافغانستان له 25 زرو نه زيات حاجيان هم وو  چي دمسفلي ,جرول ,ريبخش اوحفاير له سيمو څخه په هغه بسونو كي چي دبعثې لخوا يې په خدمت كي وركړل شوي وو په مينا شريف كي خپلو اړوندو خيمو ته لاړل .
دافغانستان خيمو پر سر   سږكال دحج دمراسمو دپيل نه وړاندي دافغانستان بيرغونه بندشوي وو او اوپه ځيني سيمو كي خو خيمې په بيرغونو پوښلي وې ترڅو حاجيان وكولای شي په اساني سره خپل ځای پيداكړي .


د افغانستان د بعثې کميټې مشر مولوي اسرارالحق وويل چي سږ کال په مينا کي لس ځايونو کي خپل حاجيان ځای پر خای کړي دي .
موموړي زياته کړه چي په دې لسو ځايونو کي يې ټول ۲۵ زره افغان حاجيان ځای پر ځای کړي دي ، نوموړي وويل چي سږکال يې ۲۴۱ تنو معلمانو ته چي له افغانستان څخه د همدې حاجيانو د لارښودونکو په توګه راغلي دي ، هر يوه ته يو يو بيرغه په لاس کي ورکړي او دوی به د خپلو اړوند و ولايتونو له حاجيانو سره تر عرفات او همدا شان تر مزدلفې او هم بيرته تر مينا او اجمرات ويشتلو تر ځايه راځي او حاجيانو ته به لارښوونه کوي .


 نوموړي وويل چي دوی سږکال حاجيانو ته په خېمو کي يوه يوه کمبله او يو بالښت حاجياته ورکړی تر څو په مينا ، عرفات او مزدلفه کي ترې ګټه واخلي .
افغان حاجيان به د ذالحجه په نهمه عرفات ته ځي او بيا به ماښام مزدلفې ته راځي او له هغې وروسته به جمراتو ويشتلو او بيا قرباني کوي ، وروسته به فرضي طواف کوي او سعي او بيا به بيرته مينا ته ځي او هلته به تر دريو ورځو پوري د جمراتو ويشتلو په خاطر تيروي .



دا په داسي حال کي ده چي په تيرو څو ورځو کي شپږ تنه نور افغانان چي د حج د فريضې د اداکولو په موخه راغلي وو په حرم شريف کي د غلا کولو په تور نيول سوي او دوسيې يې رسمي سوي دي .
د بعثې کمېټې مشر مولوي اسرارالحق وويل چي ددغه کسانو څخه يې نژدې شل زره امريکايي ډالرو او په لسګونو موبايل ټيلفونونو  او نور شيان هم د سعودي پوليسو لاس ته ورغلي دي .
نوموړي وويل چي په دغه کسانو کي څلور تنه هغه افغانان وو چي په کابل کي يې مجمله وېزې د سعودي سفارت څخه ترلاسه کړي وې او د پاکستان له لاري راغلي وو .



.له دې وړاندي هم شپږ تنه په مکه مکرمه  او نژدې  شل تنه په مدينه منوره کي د غلا ، جېب وهلو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول سوي وو چي له هغې جملې څخه يې په نشه يي توکيو د نيول سوي دوه تنه د بعثه کمېټې په ضمانت دحج لپاره په موقت ډول راخوشي سوي دي .
مولوي اسرارالحق وويل چي دغه کسان به د حج نه وروسته دوی د سعودي حکومت ته په لاس ورکوي او په محکمه کي به پرې د لګېدليو تورونو په اړه سپيناوئ کوي .



ددې تر څنګ له کابل څخه هغه دوولس کسيز پلاوی چي د پارلمان ددواړو جرګو استازي پکښي شامل دي او دنده لري تر څو د حاجيانو دستونزو په اړه پلټنه وکړي تيره ورځ مکې مکرمې ته راورسېدل .
ددغه کميسون مشري د مشرانو جرګې مونشي مولوي امين الدين مظفري او دولسي جرګې مونشي عبدالستار خواصي پر غاړه لري .
مظفري په ځانګړې مرکه کي راته وويل چي دوی په خپل کار پيل کړی دی او پايله يې وروسته اعلانوي .


عکسونه لږ وروسته وګورئ