کور / خبرتیا او پيغامونه / د علامه حبيبي د شلو مقالو دوه ټوکونه خپاره سول

د علامه حبيبي د شلو مقالو دوه ټوکونه خپاره سول

د علامه حبيبي د مقالو پرله پسې (نهمه او لسمه) برخه په بېلابېلو ټوکونو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د علامه حبيبي د څېړنو مرکز په مالي لګښت د زرو ټوکو په شمېر خپاره سول.



په دې ټوکونو کي د تېر په څېر د علامه حبيبي مرحوم څلوېښت مقالې راغلي دي، دا مقالې چي زياته برخه يې علمي، او ادبي مسايلو ته ځانګړې سوې ده، د هغو محققينو له پاره چي د پښتنو د تاريخ او ادب له پاره کار کوي د يوه موثق ماخذ په توګه کار کوي. د نوموړو مقالو د راټولولو زيار مطيع الله روهيال ګاللی دئ.