کور / تازه خبرونه / سعودي ته تلليو ۲ افغان مېرمنو دوه ماشومان وزېږول

سعودي ته تلليو ۲ افغان مېرمنو دوه ماشومان وزېږول


سعودي عربستان ته تلليو دو افغانو ميرمنو په مكه مكرمه اومدينه منوره كي دوې ماشوماني وزيږولې .


په مكه مكرمه كي دبعثه كميټې دروغتيايي چارو دكميټې مشر ډاكټر محمد فاروق مخلص وردگ وويل  چي دواړو ميرمنوچي دحج دفريضي داداكولو په موخه سعودي عربستان ته راغلي وې يوه يوه ماشومه نړۍ ته راوړل.


وردگ زياته وي  چي لومړنۍ ميرمن دننكرهار ولايت اوسيدونكې بي  بي شيرين وه  چي  په مدينه منوره كي داوسيدلو په ځای كي يې ماشومه دنياته راوړه .


دغه راز به مكه مكرمه كي هم دهلمند ولايت دموسی كلا  له ولسوالۍ څخه راغلې بي بي  زبيدې هم په مكه مكرمه كي داوسيدو په  ځای كي ماشومه دنياته راوړه .


دنوموړي دمعلوماتو له مخي دبي بي شرين وړوكي ماشومي باندي دمديني نوم كښيښودل شو اود بي بي زبيدې به لور دبي بي خديجه نوم كښيښودل شوي دي . 


نوموړي ډاكټر وويل  له افغانستان څخه دسعودي عربستان پرلور دراتلو پرمهال بايد دغه شان ميرمنو ته اجازه ورنه كړل شي .


نوموړي وويل  چي دغه شان اميداورو ښځو د اميدوارۍ دلمنځه وړلو ډير خطر  ليدل كيږي .


فکر کېږي چي د افغاني دود او دستور پر اساس په ځينو ښارونو او کليو کي ميرمني داميدوارۍ پر مهال ډاکټر ته د نه وردګ په دليل نه سي کولای د هغوی د ماشوم زېږېدلو دقيقه نېټه او مهال معلوم کړي .