غزل

د لراوبر اداره | مارچ 19th, 2009


غزل


زمونږ په ګران وطن کى انسانان لمبـــــــه لمبـــــــه شو
په جنګ او په جګړو کى ډير ځوانان لمبــه لمبــــه شو


سپين سرى ميندى ژاړى پيغلى کونډى پاتى کيږى
سپيره مخونه ګرزى يتيمان لمبـــــــــــه لمبــــــــــــه شو


تورتم دى سرى لمبى دى هره خوا فريـاد فر يــاد دى
لوږى دى د باروتو سره ګلان لمبــــــــــــه لمبــــــــــه شو


چاښى پيسى پيداکړى او څوک ګرزى وږى تـــــــــږى
هيڅ کار او کسب نشته غريبان لمبـــــــه لمبـــــــــه شو


روح الله واى خپله ربه د خورانو مدت ګار شـــــــــــــى   
زما په شانته ډير زيات عجزان لمبــــــــه لمبــــــــه شو


 

Copyright Larawbar 2007-2024