ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د نوي کال په مناسبت د ولس مشر کرزي د پیغام ځینې برخې خپرې کړي او لیکلي دي چې نوې کال به د هیواد لپاره برخلیک ټاکونکې کال وي.
ورځپاڼې په دوام کې د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي تیر کال سره له دې چې د ناامنۍ او تاوتریخوالي پیښې پکې زیاتې وې خو د بریاو ډک کال وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د نوي کال په پیل تبصره کړې او هیله يې څرګنده کړې نوې کال به د تیرو کلونو د تیروتنو د جبران او پرمختګونو کال وي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې امریکا د افغان ځواکونو شمیر څلورو لکو ته زیاتوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې دغه پروژه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې اعلانیږي چې اووه کاله وخت به ونیسي او له لسو تر شلو میلیارډو ډالرو پورې به لګښت ولري.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله د افغانستان د روانو ستونزو حل ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې اهداف د تاوتریخوالي له لارې نشي ترلاسه کیدلې.
ورخپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې د افغانستان د علماو شورا هم د لا زیات تفاهم غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې د پروګرامونو په اهمیت تبصره کړې او ددغو پروګرامونو په لا چټکتیا د عملي کولو غوښتنه يې کړیده.
ورځپاڼې همداراز د نوي کال د نمانځنې تفصیلي رپورټ او انځورونه هم خپاره کړیدي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د نوي کال لپاره په شتو هیلو او همداراز پرتو ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي چې شته ستونزې باید هوارې او هیلې هم عملي شي.
ورځپاڼې په عینې حال کې په افغانستان کې د امن اوثبات د ټینګښت او بیارغونې لپاره د دقیقو ستراتیژیو د پلې کولو غوښتنه کړې.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې روانو جنګونو ته په اشارې لیکلي دي چې یوازې په پوځي ځواک اتکا کول ستونزې نشي هوارولې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې لیکلي دي چې نوې کال د انتخاباتو د ترسره کولو له پلوه د افغانانو لپاره مهم کال دې.
خو اصلاح بیا د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزې پدې اړه یوه نوې کړنلاره توشیح کړې څو د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوې وشي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د بهرنیو مرستو په لږولو انتقاد کړې او لیکلي دي چې نړیوالې مرستې په دروازه راخي او له اورسۍ څخه وځي.
ورځپاڼې په یو جلال مطلب کې د افغانستان د شمالي ولایتونو د یو مخور په حواله لیکلي دي چې د افغان حکومت چارواکو په خداې نه بلکه په بهرنیو ځواکونو اتکا کړې.
ورځپاڼې په یو بل خاې کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمیر د زیاتولو مسله راغستې او پوښتنه يې کړې چې ایا دا ځواکونه د نا امنۍ بحران هوارولې شي.
ورځپاڼې بیا هم د راتلونکو انتخاباتو او پدې اړه روانو بحثونو په اړه یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې تر انتخاباتو پورې د واک د دوام لپاره د قانوني خلا ستونزه لا هم پر ځاې پرته ده.