ایا د پردو ګوډاګیان افغانستان جوړولائ سي ؟

د لراوبر اداره | مارچ 22nd, 2009


غواړم دهغوافغانانوسره چي داخاوره خپله موربولي ، داملت خپل هډاوماغزه بولي ، پخپلوخلګو، تاريخ اوننګ اونام يي ،خپل دين اوکلتوريي  خوابديږي لږتريخ خواله وکړم  . کله چي سړي دملتونو.وتاريخونه ګوري هرملت اوټولنه دخپل پرمختګ دپاره دنوروکاروپه خنګ کي دخپل تاريخ نه زده کړي کوي  ،خپلي تجربي  سره راټولوي ، هغه سره اوډي اودهغه نه دعبرت درس اخلي اودهغه په ګټه اخيستلوسره دخپلّ پرمختګ لوري ټاکي ،ولي دبده مرغه موږ ددي پرځاي چي دتجربونه دروڼا لوري ته ولاړسو تياروته نه يو روان؟راسي دادديريشوکالوتجربي مخته کښيږدواوبيا وګوروموږله هغه نه ځه دعبرت درس اخيستي دي ؟ موږدهغوتجربونه ګټه پورته کړيده چي پخپلوسترګوموليدلي دي ؟ موږاوس دهيواددجوړيدولاره پيداکړيده ؟

افغانستان دداوږدومودوراهيسي يولابراتواردي که ځوک په دي تجربوکي هم ځه نه سي زده کولاي نوبيا خواصلاعقل نه لري اونه بايد دژونديوخلګوپه کتارکي ځان وشماري ،غواړم دلته لنډوځوټکويادونه وکړم اوځوپوښتني مطرح کړم ،

اول :- په اولسمه پيړي کي دځمکي پرمخ ځلورامپراطوري چي يوه دفرانسي دوهمه دلندن دريمه دافغانستان اوځلورمه دروس امپراطوري وي دڅلورونه په دوبدلي سوي چي يوازي دروس اوانګليس پاته سوي اودواړودنړي واکداري کوله  ،دوي غوښتل افغانستان هم له منځه يوسي اوپخپل منځ کي يي تجزيه کړي دهمدي کاردپاره دواړه وروورودافغانستان خواته ته رانږدي کيدي اوغوښتل يي افغانستان له جغرافي وباسي خودوخت ځينوافغانانودانظريات ورکړل چي دنړي دادوي ستري امپراطوري  که سره مخامخ سي کيداي سي  نړي واله جګړه وزيږوي اودواړه له منځه ولاړي سي. دهمدي نظريي برکت وچي داوړوکي افغانستان په نقشه کي  پاته سو،اوداکاردوستروامپراطوريو دددي دپاره قبول کړي چي داسيمه ه ددواړوترمنځ يوه فاصله په وجودراوړه يوه حايله نقطه واقع سوه  نوددوي ترمنځ به دټکرامکانات لږوي  . نوکله چي داسيمه ددواړو په خوښه پاته سوه اودتجزيه کيدوامکان يي لږسو ولي په ځنګ کي ورسره ددي سميي دمشرتوب سيالي پرځاي پاته سوه هريوه کوښښ کاوه چي خپل ګوډاګي ددي دهليزمشرتوب وکړي .. روسانوهم تلاښ کاوه چي دافغانستان حکومت بايد ددوي مزدوروي اوانګريزانوهم تلاښ کاوه چي خپل ګوډآګيان دلته پرقدرت راولي. ددي کاردپاره حتي هريوه خپل  استبخارات ، پيسي ، اولښکري ځوواره استعمال کړي . اوبي ساري تلفات يي ومنل ځوواره دانګريزانولښکري اوهمداسي دروسانولښکري راغلي ولي دي کارځوخبري رالځي اوثابتي کړي .

الف : په هيځ صورت ګوډاګي مشراوګوډاګي دولت په افغانستان قبول نه سو . نه خلګوومانه اونه هم خارجي رقيبانوومانه نه هم زموږ ګاونډيانوهرځوک  چي دغربي نړي په زوراوپسوراغلي دي روسانونه دي منلي ـاوچي دروس په ملاتړراغلي دي نوروګاونډيانوانګريزاوامريکانه دي منلي . داهغه ښکاره حقيقت دي چي کوم کسان چي عمريي ترديريشوکالولوړدي اويا دتاريخ سره لږوډيره اشنايي لري دسرپه سترګوليدلي دي نه داچي دبل دخولي يي اوريدلي دي ،. نوکله چي داثابته سوه چي ګوډاګي مشراوګوډاګي دولت دلته نه چليږي نوبياولي ځني دايمان ړانده اوس هم هلي ځلي کوي چي دلته دامريکا – روس – پاکستان – ايران اوياعربوګوډاګيان راولي اوکانديد يي کړي ؟اوس پوښتنه داده  چي روسان  ايران – هند- حتي پاکستان – دکرزي حکومت نه سي تحمل کولاي اويوګوډاګي  دولت يي بولي اودسرپه سترګوورته ګوروچي ټول دکرزي مخالفين په شکل داشکالوحمايه کوي اوداحکومت کمزوري  کوي نواوس پوښتنه داده ؟

اول : اياد خليل زاد – جلالي – اشرف  غني اونورچي هغه کسان چي هغوي  رسمي دامريکايانومامورين دي اوملګري  يي په ښکاره دااستدلال کوي چي داامريکاته داعتباروړدي امريکايانوبه به خوددمنلووي ځکه دهغوي خلګ دي خوددي ملت اوروسان اونورګاونډيان  به ځنګه وزغمي ؟اوڅنګه به ددوي مشرتوب امن ته لاره هواره کړاي سي ؟ کرزي که هرځوک ودامريکايانورسمي ماموريت خويي نه درلودي نوچي کله کرزي  نه ملت مني اونه يي ګاونډيان مني نودامريکايانودارسمي اوپاخه ګوډآګيان به ځنګه ومنل سي ؟ايا دافغانستان دمسلي حل دادي چي يوګوډاګي ليري کړوبل راولو؟زمادمالوماتوله مخي حتي اروپاييان چي دادي دامريکايانوسره يوځاي خپلي پيسي مصرفوي اوخپل عسکروزني لايي هم دلته دامريکا ګوډاګي حکومت نه دي خوښ اونه زړه ورته ښه کوي اونه يي دادحل لاره بولي ؟

دوهم : – ځني کسان چي غواړي دروس يا نورو ګاونډيانوګوډاګيان مطرح کړي اوقدرت ته يي ورسوي نوهغوي په دي نه پوهيږي چي که دروسانومزدوران دي ملت اويانوري نړي منلاي نوداديريش کاله داتجربه په دي لابراتوارکي ترسره سوه منفي نتيجه يي ورکړه  که مثبته ؟نودابي عقل کسان چي ځانونه سياسي خلګ هم بولي اودومره ترخي تجربي يي مخ ته پرتي دي بيايي هم سروډبري ته نيولي دي اودمزدوروکسانوپه لاس دددولت جوړولوهځه کوي اوپه سترګويي وليدل چي ګوډاګيان نه چليږي – خلګ يي نه مني ني مني ـ ني مني – بيايي هم نه مني – اياداسياسي خلګ دي چي ددومره تجربوسره سره بياهم دعبرت درس نه اخلي په سترګوورته ګوري چي  پرګوډآګيانوامن نه راځي – نه راځي – بياهم نه راځي اودوي لګيادي  ؟؟

ب :- زموږ په ديرش کلن لابراتورکي ګوندونونه اوپردي نظري ونه منل سوي نه ګوندي اواعتلافي حکومتونوښه نتيجه ورکړيده ښه نيجه يي په بلاپسي هم ددي پرځاي چي ټولني ته خدمت وکړي – وپردوته يي خدمت وکړي — ددي پرځاي چي امن اوترقي راولي جګړواودپردولاس وهني ته يي زمينه برابره کړيده خوبياهم ځني کسان سره ددي ټولوناخوالو چي ويي ليدي اووه کتي زړي تجربي تکراره وي .موږ دخلقيانواوپرچميانواعتلاف  دهغوي ګډ دولت وليدي ، ددوستم اورباني ، ددوستم اوحکمتيار اعتلافونه موهم وليدل اونتيجه موهم وليدل يوميبت ټکي به يي ځوک راوښودلاي سي ياداسلام په ګټه يادوطن په ګټه يادخلګوپه ګټه يادامن په ګټه  وه ؟

ج :- دپرديونظريوخبره :-راسي وګوري پخپله پښتانه چغي وهي چي درحمان باباپرقبرويرغل دافغانستان پرتاريخ اوکلتوريرغل دي .اودبلي خواوايي چي داکاروهابيانوترسره کړيدي ولي په څنګ کي ځني کسان غواړي د(نابغه) په نوم يوکس دسعودي عربستان نه راغواړي اودلته يي رياست جمهوري ته کانديدوي په دي خاطرچي پيسي به لري ولي په دي نه پوهيږي چي اوس خويي درحمان بابازيارت اولوزولي دي که داځوان دلته ولسمشرسي نودهراته نيولي ترتورخمه اوله بدخشانه ترخوسته يوزيارت روغ ونه ويني زيارت خوبه حتما نړوي بلکه دپلروهډوکي به موهم وسوځوي ځکه هغوي نه يوازي پښتانه له خپله تاريخه محروموي بلکه داسلام دقهرمانانوسره يي هم نده جوړه . خوځيني غله دپيسودپاره خپلوقبروته هم اوراچول غواړي اوپه دي نامه چي هغه دسعودي پاچا مشاوردي ډيري پيسي لري خلګ ورته رابولي  همداسي خپل اولادونه په دي ډول فاسده ډوډي مړوي اونوروګوندونواودپرديونظريوشوقيانوهم ځانونه وازمويل ولي نتيجه ورنکړه خودهغوي دخرابي نه هم موږځه زده نکړه اوبيا هم به نامالومه غاروګوتي منډوايا دګناه زموږ خپله ده که دبل چا ؟؟

اوس راځودي خبري ته چي افغانستان څنګه اوځوک به يي جوړوي ؟ دايوه ډيره مهه پوښتنه ده

دافغانستان چيوپولوتيک موقعيت هم په نظامي ليحاظ ، هم په سياسي ليحاظ ، هم په اقتصادي ليحاظ ډيرخطرناکه دي اودنړي ټول لوي قدرتونه اوګاونډيان ددي دخطري ويره لري ځکه  نه سي تحمل کولاي چي دلته ديوه اويابل ګوډاګي دولت موجودوي دبلګي په ډول  دامريکا ګوډاګي دولت نه روس ، نه پاکستان ، نه ايران ، نه هند ، نه چين منلا ي سي حتي په باطن کي داروپايانوهم ندي خوښ که هرځوک کولاي سي چي دجرمنانو ، يافرانسويانو، يا انګريزانوسره خبره وکړي چي داحقيقت لري اوکه نه ؟ نوکله چي دلته ګوډاګي نه منل کيږي هرځومره چي پردي کارخلګ فشاراچوي ملت دتباهي کندي ته غورځوي اودترقي اوامن لاره ډب کوي  څکه نوپه کارداده چي ځوکارونه وسي .

لومړي : پروطن مين افغانان بايد داخبره دنړي ټولوهغو قدرتوته چي دلته دسيالي مرکز جوړکړي دي که  ګاونډيان دي که غيرګاونډيان دي چي دلته زورازموينه کوي عملا وروښي چي ګوډاګي دولت نه جوړيږي نه ګټه کوي  دلوي احمد شا بابا دامبراطوري  ترسقوط وروسته په سلهاوي تجربي يي ښکاره بيلګي دي .راځي پريوه داسي بي طرفه دولت فکروکړو چي دهيچا ګوډاګي نه وي دټولوسره ښه روابط ولري  ديوه ګاونډي دپاره نوروته خطري راولاړي نه کړي ديوه قدرت دپاره دنورامن ته زيان ونه رسوي اوداخپل دمنطق اصلي برخه وګرځوي اوديوه دايمي بي طرفه افغانستان مسله هرچيري راپورته کړو دانه جاسوسي ده نه خيانت دي بلکه دافغانستان دټولوناکامه تجربواوايديولوژيونه سنګينه اورښتينه اوعملي اواسانه لارده ،.

دوهم : ددغه ځوکسانوسره چي خپله ډوډي دګوډاګيانودجبيوپه لوټولوکي لټوي ورسره کاروکړي هغوي دي ته متوجه کړي چي ته به دسل ډالروپه طمه( زه دابي مزدوره ابي دکلي مزدوره ) داکارکوي  ته به ځان خرځوي ولي هغوي لوي ګوډاګي دي وطن خرځوي چي ستاپه خوله يي دراچوي ولي په حقيقت کي ته دي وطن دي ولس کورخرابوي ديوي کندي يي راباسي وبلي ته يي ټيل وهي هغوي ته بايد وروفهمول سي چي داملي خيانت دي اوداسي نور.

دريم : – داګوډاګيانوته وويل سي چي ستاسي دمخونوپه بدليدورابدليدو دافغانستان ستونځه نه حل کيږي بلکه  نوره کرکيچنه کيږي  که استادرباني ليري سو يا طاليبانوسقوط وکړي په عوض کي کرزي راغلي نودافغانستان مسله حل سوه چي اوس کرزي ليري سي ځاي بيا يوبل ګوډاګي ونيسي دامشکل به  حل سي دشاشجا ع نه تراوسه کوم دپردومزدوراوګوډاګي دي هيوادته خيررسولي دي چي تاسي به يي ورسوي ؟داچي سبا موپرقبرونه خلګ بولي کوي اويا لکه دببرک اوشاشجا ع قبرونه موځوک پخپله خاوره کي  نه پريږدي راسي ځوانمردانه پردي کاروکړوچي يو بي طرفه اذادافغانستان دجوړيدودپاره ليځي راوغړو تاسي هم هغه خپل باداران په دي قانع کړي چي داوطن مزدوران نه مني په کندهارکي يومتل دي وايي ( غلامانوکه ابادولاي ده غلامان به يي اباد کړي وا ي )دهغوي مخ ته بايد دتاريخ هغه پاڼي کښيږدوچي دهرچا ګوډاګي چي راغلي دي مخ يي تورسويدي .

ځلورم : دشهيدداودخان ترشهادت وروسته يوه ډيره خطرناکه لوبه رامنځ ته سويده هغه داده چي په ولس کي ملي حس دوطن مينه اسلامي رسالت ځاي دپردوجاسوسي نيولي دي – درښيتاويلوځاي ځاي درواغونيولي دي – خيانت پرصداقت غالب سويدي دغه پروطن مين اورښتني مسلمان افغانان بايد ددي خاليګاه دډکيدوفکروکړي اودداسي يوي مدرسي اوجوړتکل وکړي بيرته دوطن اواسلام سره دميني اومحبت احساسات راوژوندي کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024