کور / تازه خبرونه / ناټو:د افغانستان دلومړنيو اړتياو پوره کولو غوښتنه کړې

ناټو:د افغانستان دلومړنيو اړتياو پوره کولو غوښتنه کړې

د ناټو د عملياتو قومندان د افغانستان لپاره د لومړنيو اړتياو لکه سړکونو، روغتيا او ښوونځيو په برخه کې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړي ده.

 



له رويترز خبري اژانس په مرکه کې امريکايي پوځى جنرال جان کراډوک وويل دې په افغانستان کې د ناټو ماموريت ته خوشبين دى خو د اوږد مهاله برياليتوب لپاره دا هم مهمه ده چې افغانان پر خپل حکومت باور وکړي چې د هغوى په ورځني ژوند کې ورسره مرسته کولاى شي.


جنرال کرادوک وويل له طالبانو او د مخدره موادو له قاچاقبرانو څخه د خلکو د جلا کولو لپاره اقتصادي پرمختګ ضروري دى.