کور / تازه خبرونه / طالبانو د غورماچ ولسوال او 10 تنه ساتونکي نيولي دي

طالبانو د غورماچ ولسوال او 10 تنه ساتونکي نيولي دي

طالبان وايي چي د بادغيس ولايت د غورماچ ولسوالۍ ولسوال يې د هغه د لسو نفرو ساتونکو سره کور ته د تلو پر مهال ژوندی نيولی دی .


دبادغيس دامنيي قوماندان محمد ايوب نيازيار  لراوبر ته وويل چي دی خبر سوی دی چي د غورماچ ولسوال او ساتونکي يې طالبانو نيولي دي ، هغه وويل چي د خپلو لومړنيو پلټنو وروسته به اقدام کوي ، هغه پر طالبانو ږغ وکړ چي که يې نوموړی ولسوال وځوراوه نو له بدي پايلي به ولري ، د نيازيار په وينا نورالدين يو سيمه ايز مشر ، قومي او مخور سړی دی او د ولس خوا په بديږي .


نوموړي دا هم وويل چي لا تر اوسه څرګنده نه ده چي نوموړی ولسوال ريشتيا هم تښتول سوی  او که تښتېدلی دی .


وسله والو طالبانو دا منلې ده چي نورالدين يې د يوه کمين په ترڅ کي د هغه د ساتونکو سره يو ځای ژوندی نيولی دی .