کور / تازه خبرونه / ترينکوټ:موټرسايکل بم پنځه ولسي کسان ووژل

ترينکوټ:موټرسايکل بم پنځه ولسي کسان ووژل

 په ارزگان ولايت کې په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي د بم چاودنې پنځه ولسي خلک وژلي دي.


د ارزگان د پوليسو مشر جمعه گل همت بي بي سي ته وويل درې ماشومان، يوه ښځه او يو سړى په دغې چاودنه کې چې په تيرين کوټ ښار کې شوې وژل شوي دي.


د پوليسو مشر وويل دا چاودنه وسله والو طالبانو کړې، خو طالبانو يې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.