کنړ:د سړک غاړي بمونو مرګ ژوبله رامنځته کړې ده

د لراوبر اداره | دسمبر 17th, 2007


کونړ ولايت کې د سړک د غاړې دوو چاودنو بهرني او افغان ځواکونه په نښه کړي دي.


لومړۍ چاودنې په ماڼوگي ولسوالۍ کې د افغان پوځ يو کاروان په نښه کړ. د مرگ ژوبلو په اړه يې سيمه ييزو چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي او يوازې نړيوالو ځواکونو ويلي چې په بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى.


په همدې ولسوالۍ کې يوې بلې چاودنې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو يو کاروان په نښه کړى. ناټو ځواکونه وايي د دوى يو گاډى د سړک د غاړې پر بم برابر شوى، خو چاته زيان نه دى رسېدلى.


خو طالبان په دواړو پېښو کې په نښه شويو پوځيانو ته د درنې مرگ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024