کور / تازه خبرونه / ملي جبهه: امنیت بې له مجاهدینو نه شي راتلای

ملي جبهه: امنیت بې له مجاهدینو نه شي راتلای

دافغانستان دحکومت په وړاندې دریدلې مخالفې ډلې ملې جبهې مشرانو نن په کابل کې په ټینګه هغه څرګندونې رد کړې چې ګوندې دمجاهدینو پورې اړونده ګوندونو دتیرو جګړو په وخت له بهرنیو هیوادونو نه دسیاسي هدفونو دترسره کولو لپاره پیسې ترلاسه کولې، دولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال احمد ضیا مسعود دکابل په حسینیه تکیه خانه کې په خپلو خبرو کې وویل چې داسې کړۍ پدې کار کوي ترڅو مجاهدین په مختلفو نومونو وشرموي.


نوموړي وويل چې داکړۍ کله مجاهدین دجنګسالار ، کله دپرودیو دپیسو خوړونکي او کله هم په نورو نومونو یادیږي هغه وویل چې په افغانستان په مختلفو نومونو مجاهدین له واک نه یوې غاړې ته کیږي احمدضیا مسعود وویل چې په افغانستان کې دسیاسي ګوندونو دفعالیت لپاره جدي اړتیا شته، هغه وویل ځینې کسان غواړي چې دګوندونو له اصلي ماهیت نا وړه شانته تعبیر کیږي.


دا لویه غونډه چې په بغلان کې دپارلمان دځینو غړو دوژنې په تیره بیا دملي جبهې دویاند مصطفی کاظمي دڅلویښتمې په اړه جوړه شوې وه پکې دملي جبهې ډیریو غړو برخه اخیستې وه، ددفاع پخواني وزیر مارشال قسیم فهیم بیا په خپلو خبرو کې د حکومت له تشکیل نه دمجاهدینو دویستلو او ګوښه پاتې کولو په سر نیوکې وکړې.


 مارشال فهیم وویل چې دافغانستان حکومت مخ په زوال ښکاري هغه یې لامل دمجاهدینو په حکومت کې نه شتون یاد کړ. مارشال فهیم وویل چې مجاهدینو قرباني ورکړې او بیا به هم قرباني ورکړي، هغه وویل په افغانستان کې په طلایي دورو لنډ مهالې او منځمهالې دورو کې ځکه قوي امنیت وو چې په قدرت کې مجاهدین شریک ول، هغه وویل چې په اوسني حکومت کې مجاهدین له واک لرې کیږي.


فهيم وویل چې په عراق کې دا مهال اوه ولایتونه په خپله دعراقیانو په لاس کې دي، خو په افغانستان کې ټول ولایتونه دخارجي ځواکونو له خوا یې امنیت نیول کیږي.


مارشال فهیم دولسمشر حامد کرزي وروستیو هغو څرګندونو ته چې ویلي یې وو دافغانستان سیاسي مشران ملت وبخښل او دملت دبخښنې په اساس بیرته راغلل ، مارشال فهیم وویل که څه هم دولسمشر کرزي نوم وانه خیست خو وی ویل چې دا ډول خلکو به یو وخت ویل چې افغانستان بې له احمدشاه مسعوده نه شو پاتې کیدای.



په دی وروستیو کې دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې دمجاهدینو له لوري یو لړ شوراګانې جوړې شوي. له بلي خوا د پخوانۍ نظار شورا او رباني د جميعت ګوند په ګډون يو شمېر پخواني قومندانان او د کمونيست رژيم پلويان اوس د ( ملي جبهې ) په نوم يوه نوې بڼه راڅرګند سوي چي د چارو پوهانو او ولسمشر کرزي په وينا په کابل کي د بهرنيو هيوادونو له سفارتونو څخه مرسته ترلاسه کوي .