ميدان ښار: د شهيد داود خان کتابتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
په ميدان وردګو ولايت کي د هېواد د لومړي ولسمشر شهيد محمدداوودخان په نامه د يوه کتابتون د بنسټ ډبره د يادشوي ولايت د والي محمد حليم فدايي لخوا کېښودل شوه .
د دغه عامه کتابتون ډبره په ميدان ښارکي په دولتي ځمکه کي کېښودل شوه .
د ميدان وردګو د والي وياند ادم خان سيرت وويل چي دغه عامه کتابتون د جاپان په مالي مرسته د بي وسلي کولو د پروګرام لخوا د څه باندي دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي توګه جوړيږي .
سيرت وويل چي د ياد شوي کتابتون کار به په اتو مياشتو کي د يوه ځايي شرکت لخوا بشپړ شي .
ده زياته کړه چي دغه کتابتون به ١٥ خوني ، يو غونډځاى ، د امريت خونه ،د صحافت خونه ،زېرمتون ، د کتابونو د ننداري خونه ، د مسلکي زده کړو خونه او نوري اسانتياوي ولري .