د خيوې ولسوالۍ د کهنه ده د کلي د اوسيدونکو له خوا
له هر څه وړاندې ستاسې محترم حضور ته درناوي او احترامونو وړاندې کوم، بعد له سلامه،
د خيوي د ولسوالي د کهنه ده په کلي کي د يوي بي سر او سامانه دولتي دښتي خرڅون د مځکي په مافيايي سوداګرو باندي د ګوتو په شمير اشخاصو له خوا پخپل ذات کي په سيمه کي ددولتي حاکميت د کمزوري په معني دي( د نږدي څو ورځو راهيسي کله چه دولايت د مرکز په خاصي توجه سره د ګمبيري په دښتي کي ددولتي مځکو غصبولو تر يوي اندازي پوري مخنيوي شوي دي يا يي په کچه کي لږوالي راغلي دي دغه غاصبينو اوس د خيوي ولسوالي د کهنه ده دښتي ته مخه کړي ده.
او درګرده لګيا دي د کهنه ده د کلي شاته په دولتي دښته کي خپله قبضه ټينګوي چه ثبوت يي هم دا اوس د قلعه ټک د ښوونځي د تر څنګ ساحي نه د غره تر بيخه پوري د يوه اوږده سنګ کاري ديوال او د امنيتي پوستو په شکل د هرو ٣٠٠ مترو په فاصله کي د قبضي لپاره د کوټو ابادول دي چه غاصبين په رڼا ورځ دا عمل تر سره کوي.
کله چه د ولسوالي نه څوک د کنترول او ددي عمل د مخنيوي لپاره ورته حرکت وکړي نو د خيوي څارنوال صاحب ورته تيلفون کوي او غاصبين سمدلاسه د ساحي نه فرار کوي .
موږپخوا هم څو ځله د خيوي ولسوالي ته مراجعه وکړله او دا ستونزه مو د خيوي پخواني ولسوال انجنير شکر الله سره شريکه کړه هغه بيا خاموشه پاتي شو اوس چه د خيوي ولسوالي ته نوي ولسوال صاحب تعين شوي دي داسي اوريدل کيږي چه نوموړي تر يوي کچي ددولتي مځکو د غاصبينو پر خلاف دي خو دا به په راتلونکي کي معلوميږي.
ددي واقعيت نه هيڅوک هم انکار نه شي کولاي چه تاسو( ګل اغا شيرزي) د ننګر هار ولايت ته دبيا رغوني نه علاوه د مثالي امنيت په رآمنځته کولو کي هم مخکښ پاته شوي یاست.
مګر بر عکس دټول ولايت په کچه به د خيوي آمنيت پخوا به په لومړي درجه کي به ووعلت يي دادي چه ددي ځاي غوڅ اکثريت اوسيدونکي تعليم يافته او حتي د لوړو زده کړو لرونکي دي خو اوس ددي ځآي آمنيت هم ورځ تر ورځي د خرابيدو و خوا ته درومي، د امنيت د خرابي علت هم واضح او څرګند دي په دي معني چه د خيوي د ولسوالي د ګوتو په شمير مسوولينو د مځکي د غاصبينو سره لاس يو کړي او د غاصبينو سره شا ته ولاړ دي چه يو ددي چارواکو نه د خيوي ولسوالي څارنوال زر رحيم دي چه په ښکاره ډول بيدون د کومي ويري د غاصبينو ملاتړ کوي نو د جناب والي صاحب له تاسو نه هيله لرو چه د خيوي ولسوالي څارنوال دي ددي مقدسي دندي (څارنوالي )څخه ګوښه او پر ځاي يي يو په وطن او خلکو مين څارنوال چه په تير تاريخ کي هم په اختلاص تورن نه وي په دنده وګماري.
نو په همدي اساس د وآلي صآحب خآصي توجه ته ستر ګي په لياره يو ) او وآلي صاحب دي د ډيرو زياتو مصروفيتونو سره سره که يو ځل دغي ساحي ته پخپله تشريف راوړي او زموږ دا حالت د نږدي نه مشاهده کړي نو واقعيتونه به پخپله ورته څرګند شي.
د والي صاحب نه ځکه په جدي ډول پر مسئلي کي د مداخلي غوښتنه کووچه:
ددوي په خاصو هلو ځلو د دره نور ولسوالي د ويګل او د آملي د سيمو د لس ګونو کلونو زړي دښمني ګاني د خداي پاک په فضل سره د منځه لاړلي او هلته اوس دواړه خواوي بيدون د کومي ويري يو ځاي شپي او ورځي تيروي مګر که د خيوي په ولسوالي کي ددي فساد مخه هم دا اوس ونه نيوله شي نو ليري نه ده چه په دي سيمه کي د قومونو تر منځ ددښمني نوي لړي پيل شي.
که چير ته زموږ مشکل ته لازمه رسيده ګي ونه شي موږ به په با قاعده ډول خپلو شکاياتو ته دوام ورکړو او که بيا هم ستو نزو ته مثبت جواب ونه ويل شي نو رسما به د ملګرو ملتونو د فتر دلاري د جمهوري رياست او د پارلمان په ټول ټاکنو کي د نه ګډون اعلان وکړو .
په پای کې زموږ له محترم والي صاحب ګل اغاشیرزي نه یو ځل بیا هیله ده چې دې ستونزې ته پوره پام واړوي، که نه نو د قومونو ترمنځ به غټې ستونزې را ولاړې شي.