ننګرهار: مومند خپرندويه ټولنې تازه خپاره کړي کتابونه

د لراوبر اداره | مارچ 22nd, 2009


په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې لاندې کتابونه تازه چاپ او دکتاب مينه والو دتندې خړوبولو لپاره يې خرڅلاو ته وړاندې کړي.

١- د(اوسپنيزو سمټي کانکريټوډيزاين) دهندي عالم سوشيل کمار اثر دې چې ځوان انجنير محمدفريد عاطف په روانه اوساده پښتو ژبه ژباړلى دى.دا کتاب تر ډيره درسي بڼه لري او دانجنيرۍ پوهنځي دمحصلينو دګټې اخيستنې وړ علمي اثر دى.چې خورا نوي معلومات پکې ځاې کړل شويدي.

٢- رڼا دځوان ليکوال نصير احمد احمدي ناول دى چې په دويم وار چاپ شويدى.

٣- بوډا او دليوانو پلونه.دا هم دنصيراحمد احمدي ناول دى چې دويم ځلي دچاپ په ګاڼه پسولل شويدى.

٤- مينه او دا هم دنصير احمد احمدي دلنډو کيسو ټولګه ده چې په دويم وار چاپ شوې احمدي زموږ په ځوان کول کې دلوړ استعداد او قلم خاوند ليکوال دى.

٥- دحامد کرزي لنډ مهاله او منځمهاله واکمني دشيرعلم امله وال له لورې ليکل شوى اثر دى چې تر ډيره پکې دحامد کرزي دواکمنۍ مهمې پېښې او کرونولوژي انځور شوې.کتاب دتاريخ کتابونو په بڼه ليکل شوى.

Copyright Larawbar 2007-2024