نوی کال ځیني ګلونه اخلي
زمانه هم عجیب حالات په انسان باندې راولي کله کله داسې شي چې د خوښیو څخه په جامو کې نه ځایږي خو کله کله بیا پرې د تورتم توره لړۍ داسې را تاو شي چې هره لحظه یې ویر، ژړا، ماتم، اوښکې او سوې سوې اندیښنې وي. په داسې یوه حالت کې نو د انسان د ژوند د قسمت آسمان ته د غم تورې وریځې رامنډې کړي او په داسې یوه ویرونکي درز سره نارې وهي چې درد یې د انسان د بدن له پوښتیو څخه پورې ورې وزي.
نوی کال هغه زرغون موسم دی چې انسان ورته خوښیږي او فکر کوي چې موږ ته به نوي نوي ګلان را وسپړي، د ژوندون د نوې خوښۍ او نوي طراوت په نړۍ به مو ورګډ کړي. خو نوی کال کله کله د خپل راتګ پر مهال د لایزال خدای د تقدیر، اځل او اجازې سره سم ځینې داسې ګلونه له نړۍ څخه اخلي چې بیا یې په هیڅ ډول څوک د لیدلو تمه نه شي کولای او نورو انسانانو ته د تودو اسویلو او رڼو اوښکو په ماتم کې خپل ځای خالي پریږدي.
هو انسان د خپل ازل او تقدیر د ټاکل کیدو پر مهال دغه تریخ حقیقت پر ځان منلی دی چې د غمونو لپاره به تر کاڼي کلک او د خدايي فیصلې هر فرمان ته به د تسلیمۍ غاړه ږدي چې ژوند او مړینه یې دوه نه بیلیدونکي اړخونه دي.
د انسان د اځل، ابدي ژوند او بیرته تګ فیصله یوازې د هغه ذات په لاس کې ده چې انسان یې پيدا کړی او دغه نړۍ ته یې راوستلی دی خو د انسانانو په منځکې ځینې ځینې کسان بیا داسې ګرزوي چې د اخلاقو، دیندارۍ، اخلاص او نیک سیرت نمونه یې د نورو انسانانو د اذهانو په کتابتون کې ځای نیسي او یاد یې د تل لپاره په زرینو کرښو کې پاتې کیږي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ چې د نوي کال د راتللو د درشل ورځ ګڼل کیده نړۍ د همداسې یوه ګل د رژیدلو شاهده وه چې په ډیره ناڅاپي توګه یې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره رخصت واخیست او په ابدي خوب باندې ویده شو.
زه ډیره بخښنه غواړم چې نن ستاسو دوستانو او خواخوږو وروڼو او خویندو سره د خپل زړه غم شریکوم هغه دا چې په یوه دردناکه او خواشینوونکې ترافیکي پیښه کې زما د کاکا ځوان زوی ارواښاد بازمحمد په ناڅاپي توګه د شهادت جام نوش کړ.
شهید باز محمد د تیرې پنجشنبه په ورځ چې د ۱۳۸۷ د کب د میاشتې ۲۹ او د ۲۰۰۹ د مارچ د میاشتې ۱۹ نیټه وه د کابل ـ کندهار په لویه لاره د وردګو ولایت د دوراني په سیمه کې هغه مهال شهید شو چې د سورلۍ موټر یې له کنټرول څخه ووت او دغه ناوړه پیښه رامنځته شوه او د تل لپاره یې له فاني نړۍ څخه رخصت واخیست.
ارواښاد شهید بازم محمد ۳۶ کاله مخکې د وردګو ولایت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې د لیګي باباخیلو په کلي کې زیږیدلی وو، ښې زده کړې یې کړې وې، د زیات وخت لپاره د جغتو د ګوربت په لیسه کې د ښوونکي په توګه او بیا یې د ملګرو ملتونو د یونیسیف په موسسه مختلفې دندې مخته وړې دي. وروستۍ دنده یې د ملګرو ملتونو د ډبلیو اف پي په موسسه کې وه چې ځوانیمرګ بازمحمد د نوي کال د رخصتۍ د تیرولو لپاره ترې تللی وو.
ارواښاد بازمحمد د داسې بختورو او نیک سیرته انسانانو له ډلې څخه وو چې د غوره اخلاقو، اخلاص او نیک سلوک بې شمیره نمونې یې موږ ته پرې ایښې دي چې د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته فردوس جنت غواړو.
ارواښاد بازمحمد د یوې داسې شهیدپالې کورنۍ غړی وو چې په ۱۳۶۶ کال یې د یرغلګرو شورویانو د وحشي الوتکو د بمونو په وسیله د خپلې مور په شمول درې کسان له خپلې کورنۍ څخه شهیدان شول. همدارنګه ټول کور، مال او هر څه یې له خاورو سره خاورې شول.
خدای بخښلی بازمحمد د یوه هڅاند او مخلص افغان په څیر د ژوند په ټولو برخو کې د افغانستان د سولې او پرمختګ سخت لیوال وو او هیواد ته د سولې د بهیر له را غبرګیدو سره سم یې زموږ د سیمې د کلتوري هڅو په غوړیدو کې هر راز منډې وکړې او په کلتوري فعالیتونو، غونډو او مشاعرو کې به یې په ډیر ویاړ سره فعال ګډون کاوه.
ما د نوموړي د ناڅاپي شهادت له کبله ستاسو خدمت ته دغه څو کرښې ولیکلې څو دا خبره په ډاګه کړم چې د نیکو خلکو یاد د تل لپاره د نورو انسانانو په خاطراتو کې ژوندی پاتې کیږي.
بل دا چې خپل شهید شوي، مخلص، ورور، ملګري او خواخوږي ته د یوه لیکوال په توګه هغه ډالۍ وړاندې کړم چې زما په وس پوره ده او تاسو ټولو ته یوه عاجزانه بلنه درکړم چې اروښاد بازمحمد ته دعا وکړی او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یم چې تاسو ټول له داسې یوې دردناکې، له غم او تاثر څخه ډکې پیښې څخه د تل لپاره په خپل امان کې وساتي.
همدارنګه دا خبره په ثبوت ورسوم چې که نوی کال موږ ته ګلونه راوړي نو د لوی خدای (ج) د تقدیر او ارادې له مخې له موږ څخه ګلونه اخیستلی هم شي.
انا لله و انا الیه راجعون.
د اروښاد شهید بازمحمد فاتحه د راتلونکې جمعې په ورځ چې د ۱۳۸۸ د وري په ۷ نیټه او د ۲۰۰۹ د مارچ د ۲۷ نیټه د کابل د باغ بالا په جامع جومات کې د ماسپښین د یوې نیمې بجې څخه تر درې نیمو بجو پورې د ارواښاد د کورنۍ د غړو، د وردګو د مشرانو او کلتوري کړیو له لوري اخیستل کیږي دوستان دې خبر وي.
ارواښاد شهید بازمحمد