قبيلوي جوړښت د ټولني د پرمختګ خنډ

د لراوبر اداره | مارچ 24th, 2009


په افغانستان كي د لومړي ځل لپاره د امير شيرعلي خان په دوره كي د هېواد د حكومت او اقتصاد مدرنيزه كولو لپاره هڅي وشوي او له هغي وروسته نورو كسانو هم د هېواد په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي جوړښتونو كي د بدلون راوستلو لپاره كوښښونه وكړل خو د بېلابيلو لاملونو له امله دي هڅو تر نن پوري د پام وړ پايلي نه درلودې. افغانستان نن هم د خپل سنتي، قبيلوي او عصري، مدني هويت له امله دوه ټوټي دى او له ځانه او پردو سره په جګړه كي دى.

دا جګړه او اخ و ډب د غازي امان الله خان له دوري را پدي خوا په درز سره روان دى چي د سلګونه زره انسانانو د ژوند، وژونكي وروسته پاتي والي او د هېواد د لا زيات سياسي او اقتصادي تړل كېدو په بيه تمام شوى دى. د چارو شنونكي د دي كړكيچ لاپسي اوږدېدل په بېلابېلو لاملونو كي ويني، خو له پېله را پدي خوا د بدلون غوښتونكي غورځنګ لخوا د خلكو پراخه سنتي پاړكيو د ملاتړ لاس ته نه راوړل او د قبيلوي كلك او كړكېچن جوړښت له هغو لاملونو له ډلي څخه و، چي د سياسي او مدني جوړښتونو لپاره د ملي تفاهم او اجماع په لار كي خنډ جوړ شوى.

قبيلوي جوړښت يو ځانګړى ډول ټولنيز جوړښت دى چي زياتره دا جوړښت په ختيځو ټولنو كي شتون لري. دا جوړښت بېلابېلي قبيلي سره يوځاى كوي چي هره قبيله خپلي كلتوري او دوديزي ځانګړني لري. قبيلوي جوړښت د كليوال ژوند ښكارنده دى چي زياتره په فيوډالي ټولنو كي دا ډول جوړښتونه وي چېرته چي قومي او قبيلوي هويت له فردي او ملي هويت څخه زيات ارزښت ولري. په مدني ټولنه كي هر څوك د فردي او جمعي (ملي) هويت لرونكى دى او كولاى شي خپله اراده په آزادانه ډول ښكاره كړي. راىه وركول او ټاكني پر همدي د هويت او خپلواكۍ پر آر ولاړي دي. دا قبايل زياتره د ملوك الطوايفي ژوند غوښتونكي دي. له هغه ځايه چي په افغانستان كي لا تر اوسه ښارونه نه دي پراخ شوي او په پرمختللي ډول ښاري ژوند نشته، خان، د قوم مشر، سپين ږيري، كلتور او رسمونو د حكومت او قانون ځاى نيولى. له همدي امله قبيلوي جوړښت لا تر اوسه په افغانستان كي عام دى.

د قبيلي اصطلاح له عربي ژبي اخيستل شوي ده. قبيلوي نظام د خلكو د خوښي نظام نه دى. دا طبيعي، تاريخي، اقتصادي، اجتماعي، جغرافيايي لاملونه دي. د نړۍ ټول تمدنونه له يو قبايل جوړښت څخه تېر شوي دي. بېلابېل فكتورونه دي چي قبايل يي را منځ ته كړي دي لكه د ويني فكتور، ګډ جغرافيايي چاپېريال، جرګه، ژبه دا چي قبيلوي جوړښت په افغانستان كي څرنګه دى او آيا په رښتيا هم زموږ د هېواد د پرمختګ پر وړاندي همدا قبيلوي جوړښت دى او كه نه؟ هغه بحث دى چي د سياسي او ټولنيزو چارو له شنونكو سره يي شريكوو:

ښاغلى رشيد وزيري د قبيلوي چارو كارپوه دا خبره چي قبايلي جوړښت د فيوډالي ټولني ښكارنده ده، ناسمه بولي نوموړى زياتوي: “زه له دي ټكي سره موافق نه يم چي دا دي د فيوډالي نظام ښكارنده وي. تر كومي كچي چي ما د افغانستان د قبايلو په اړه څېړني كړي دي، هغه فيوډالي نظام چي په اروپا، امريكا او نورو پرمختللو ټولنو كي مطالعه كېږي چي په هغي كي انسان د ځمكي سره تړلى وو، كه ځمكه پلورل كېدله نو انسان به هم له هغي سره يو ځاى خرڅېدو، خو داسي اړيكي موږ په افغانستان كي نه لرو. په افغانستان كي موږ د مريتوب داسي نظام نه دى لرلى.”

خو ښاغلى داد نوراني د سياسي او ټولنيزو چارو كارپوه او شنونكى په دي اند دى چي قبيلوي جوړښت د وروسته پاتي اقتصاد زېږنده ده، او له هغه ځايه چي فيوډالي ټولنه تر پانګوالۍ ټولني وروسته پاتي ده نو پايله دا چي قبيلوي جوړښت د فيوډالي ټولني ښكارنده ده. هغه په دي اړه وايي: ” قبيلوي جوړښت په هغو ټولنو كي رامنځ ته كېږي او وده كوي چېرته چي د پانګوالۍ نظام اړيكي او توليد نه وي رامنځ ته شوى. زياتره كليوال ژوند دى چي په هغي كي نوي ښكارندي لكه برېښنا، سړك، ښوونځى، لوړي زدكړي لا نفوذ نه دى كړى او هماغه پخواني سنتونه لا پرځاى دي، دا پخپله د دي ښكارندويي كوي چي دي ټولني لا تر اوسه مركزي اداره، مركزي قانون چي د هغي پر بنسټ ټول هېواد اداره كېږي په اريزه توګه نه ده منلې. د كلي او ښار په ځانګړي توګه پلازمېني په منځ كي يو څه اړيكي شته. منطقاَ موږ داسي يوي ټولني او اړيكو ته وروسته پاتي اړيكي او مناسبات ويلى شو.

سره له دي چي قبيلوي جوړښت يو وروسته پاتي جوړښت دى، خو لا تر اوسه په كلكه په افغانستان كي شتون لري. دا چي كوم لاملونه د قبيلوي جوړښت په پايښت كي ونډه لري د ټولنيزو چارو شنونكي يي اريزه لامل د هېواد اقتصادي بنسټونو وروسته پاتي والى بولي. ښاغلى نوراني په دي اړه وايي: “بنسټيز لامل چي كولاى شي داسي جوړښت رامنځ ته كړي او بيا د هغي پا\يښت ډاډمن كړي، وروسته پاتي اقتصادي اړيكي دي. اقتصادي اړيكي د يوه ټولنيز حالت د جوړښت، ساتني او پايښت د زېربنا په بڼه كولاى شي چي داسي جوړښت وساتي. موږ وينو چي په افغانستان كي هم له تېرو پېړيو راپدي خوا اقتصادي اړيكي او مناسبات د پخوا په څير پاتي شوي دي  او د توليد توكو هم وده نه ده كړي برسيره پردي كورنېو او بهرنيو توليد ابزارو هم د وګړو اړتياوي داسي نه دي رفع كړي چي هغوى دي له پخوانيو اقتصادي اړيكو څخه ځان وژغوري او د توليد، وسايلو او كلتوري اړيكو نوي دوران ته ننوزي. ترڅو دا بدلونونه د قبايلو په كچه را منځ ته نشي، زه فكر نه كوم وويلى شو چي پخواني مناسبات له منځه تللي او نوي اړيكي رامنځ ته شوي دي.

ښاغلى وزيري د داد نوراني د خبرو په تاييد سره، زياتوي چې: “د قبايلو اقتصادي بنسټونه طبيعي دي. د دوى د توليد كچه ډېره ټيټه ده او  يوازي د خپل لګښت لپاره دي او بازار ته يي نه عرضه كوي. څومره چي اقتصاد د دوى په ژوند كي ښېرازه كېږي، هومره د قبيلوي جوړښت هډبندي ماتېږي او په يوه مدني ټولنه بدليږي. د بېلګي په توګه هغه قبايليان چي په پاكستان كي كراچي ته تللي او يا په افغانستان كي كابل او نورو ښارونو ته تللي، له هغه ځايه چي دوي نور په ښاري ژوند لري نور اړ نه دي چي خپل قبيلوي رسمونه په ښارونو كي ترسره كړي. نو پايله داده چي كله د دوى اقتصاد بدل شي، نو د دوى قبيلوي رسمونه هم بدلېږي.”

ښاغلى غفور لېوال د ستراتيژيكو څېړنو د مركز مشر د تيرو لسيزو جګړه هم د قبيلوي جوړښت په پايښت كي يو لامل ګني: “په تېرو دريو لسيزو جګړه كي داسي وه چي قبايلو د ځان د ساتني لپاره وغوښتل چي خپل قبيلوي جوړښت وساتي له بلي خوا زه فكر كوم په افغانستان كي د قبايلي سيمو سره ناسم چلند هم د مركزي حكومتونو لخوا او هم د نړېوالي ټولني لخوا، تر اوسه د دي جوړښت په پايښت كي يو بل لامل دى.”

دا چي آيا قبيلوي جوړښت د مدرنيزم پر وړاندي يو خنډ دى او كه نه؟ ښاغلى غفور لېوال د ستراتيژيكو څېړنو د مركز مشر په دي اړه وايي: ” مدرنيزم اساساً د بشري ژوند په مدني اړخ باندي ډېره اتكا كوي او كله چي بشري نړۍ يا انساني ژوند مدني ارزښتونو ته ورسېده يو شمېر لاملونه وو، نو ځكه موږ دا نشو ويلى چي قبيلوي جوړښت دي مطلقاً د مدني ژوند پر وړاندي ولاړ دى، بلكي دا د ژوند دوه پړاوونه دي چي د يو شمېر ټولنيزو لاملونو له كبله يو په بل بدلېږي. ټولو انسانانو يو مهال قبيلوي جوړښت درلود او دوى د يو شمېر ځانګړو ټولنيزو شرايطو په تېرولو سره مدني ټولني ته ورسېدل. موږ بايد د تقابل پر آر خبري ونكړو بلكي د بدلون او له قبيلوي ژوند څخه مدني ژوند ته د ګذار پر اصل خبري وكړو. د داسي يو ګذار شرايط تر ټولو لومړى اقتصاد دى. موږ څنګه كولاى شو چي سيمه ييز اقتصاد په عمومي اقتصاد بدل كړو. او دا كار هغه مهال كېدلى شي چي پياوړي اقتصادي بنسټونه رامنځ ته كړو.”

په قبيلوي ټولنو كي د جرګي او مركي دستور عام دى. او د مدني ټولني ښكارندي لكه ګوندونه، محكمي لا نه دي عامي شوې. زياتره په داسي ټولنو كي د ګوندونو غړي د قومي اړيكو او د “لنګۍ او پټكي” په وركړي پر بنسټ د ګوند غړيتوب تر لاسه كوي.

ښاغلى نوراني هغه ستونزو ته ګوتنيونه كوي چي په قبيلوي ټولنو كي سياسي ګوندونه ورسره مخ دي: “له تشكيلاتي پلوه هم هغه مدرن تشكيلات چي نوي جوړېږي لكه ګوندونه نشي كولاى ډېر ژر د هغوى جوړښت له منځه يوسي او د داسي يوي ټولني منځ ته ننوزي. د افغانستان څو كلني تجربي ښودلي ده چي د زياتره هغه ګوندونو چي قدرت ته رسېدلي دي يا نه دي، سره له دي چي په قبيلوي جوړښتونو كي يي يو شمېر كسان جذب كړي، خو په وروستني تحليل كي كله چي قبيلي ته يي ستونزه ورپېښه شي، په لومړني ګام كي حزبي غړي د خپل قام په اړه فكر كړي نه د حزب په اړه. له همدي كبله قبيلوي جوړښت په افغانستان كي د مډرنو تشكيلاتو د جوړېدلو پر وړاندي يو لوى خنډ دى.”

د اسلامي نړۍ تر ټولو لومړنۍ ښځينه پيلوټي په يو ډول نه يو ډول قبيلوي جوړښټ پوري تړاو درلود او همدا راز د پاكستان لومړنۍ ښځينه جنګي جټونو پيلوټه سباخان هم له قبيلوي ټولني څخه راغلي ده. خان عبدالغفار خان د سولي ستر مشر هم قبايلي سيمو پوري تړلى و.

ښاغلى وزيري وايي: ” زه په دعوى سره ويلى شم چي قبايل دومره ژر مدنيت مني چي  هومره يي كابل او اسلام آباد نه مني كه هغوى ته دا فرصت چمتو كړل شي. كله هم چي قبايلو د مدنيت مخالفت كړى د پرنګي يا د ملا په خوله يي كړى دى لكه غازي امان الله خان پسي چي يي ملايان راوپارول.”

سره له دي چي قبيلوي جوړښت په هر حال يي يو وروسته پاتي جوړښت دى، خو يو لړ ښېګڼي هم لري. د افغان، انګريز په جګړو كي زياتره به په قومي خوځښت سره خلك د انګريزانو پر وړاندي جنګېدل. برسيره پر دي له هغه ځايه چي د تاريخ په بهير كي په افغانستان كي ټولنيزي آسانتياوي د حكومت له لوري خلكو ته نه وركول كېدې، نو همدا قبيلوي جوړښت و چي د بسپنې، سرسايه او نورو قبيلوي ارزښتونو په بڼه يي د يو بل لاس نيوى كاوه. ښاغلى نوراني په دي اړه وايي:” قبيلوي جوړښت د يو ګډ ژوندانه ضمانت كوي. په زياتره قبايلي سيمو كي ځمكه، دره، غرونه، ځنلګونه ټول په يو ډول د قبيلي ګډه شتمني ګڼل كېږي. دا هغه ډول اړيكي دي چي په هغي كي يو له بل سره مرسته كوي چي په يوه بڼه ښه كار دى. سربېره پر دي موږ وينو چي دي جوړښتونو د تاريخ په اوږدو كي مثبت اړخونه لرلي دي په ځانګړي توګه د افغان، انګليس د جګړو په ترڅ كي دي جوړښت خپل مثبت اړخونه وښودل. خو له هغه ځايه چي دا حالت په همدي ډول پاتي كېږي او نشي كولاى چي د يو ښه اقتصادي وضعيت په ځانګړي توګه د يوي پرمختللي ټولني د توليد ابزار ولري، نو له همدي امله بايد له منځه يوړل شي.”

په دي اړه ښاغلى غفور لېوال وايي: “موږ قبيلوي جوړښت په ځانګړو حالاتو كي په بشپړه توګه نشو نفي كولاى. د قبيلوي جوړښت ښه والى هغه وخت تر سترګو كېږي چي يو هېواد د قانون له بحران سره مخ شي او د يو ځواكمن حاكميت له تشي سره مخ وي. دا هغه وخت دى چي قبايلي ارزښتونه د مدني نه شته قوانينو ځاى نيسي. يعني په تېرو دريو لسيزو كي چي موږ قوي مركزي حكومت نه درلود، همدغه قبيلوي جوړښتونه وو چي تر يوي كچي د ټولني د كنټرول باعث كېدل. لويه جرګه يو قبيلوي ارزښت دى چي نن هم زموږ د هېواد د لويو ستونزو د هواري لپاره كار وركوي ځكه چي موږ د قانون له تشي سره مخ وو.”

ښاغلى رشيد وزيري په دي اړه يوه بېلګه وړاندي كوي، هغه وايي: “په پاكستان كي لږ تر لږه ۵۰۰ قبايلي مشران ولي وژل شوي دي، ځكه چي قبيله خو د همدغه مشرانو لخوا رهبري كېدله او هغوى د القاعده خلاف وو، نو هغوى يي ووژل تر څو يو تشه رامنځ ته شي او دي تشي ته يي القاعده او طالبان راوستل او نن موږ په دغه سيمه كي د جګړي شاهدان يو. كله چي په آزادو قبايلو كي د مشرانو فكتور نفي شو، نو القاعده او طالبانو پر دي سيمه واكمن شول.”

دا سمه خبره ده چي د يوي ټولني د پرمختګ لپاره تر ټولو مهم د اقتصادي زېربنا وده ده. خو ځيني وختونه نور لاملونه هم د دي لامل كېږي چي د ټولني د پرمختګ خنډ شي لكه د تعليم نشتوالى. دا چي د اقتصادي وروسته پاتي والى برسېره د بهرنيو هېوادونو ونډه د قبيلوي جوړښت په پايښت څومره برخه لري، شنونكي بېلابېل نظرونه لري. ښاغلى داد نوراني په دي اند دى چي هر جوړښت له خپل منځي اړيكو رامنځ ته كېږي. هغه وايي: ” ټول جوړښتونه په اريزه توګه په خپل منځ كي مطرح دي. بهرني لاملونه كولاى شي چي د يو جوړښت د رامنځ ته كېدلو يا له منځه تللو يو شرط وي. كه چېري افغانستان له بهر سره اړيكي ولري او په ځانګړي توګه په اقتصاد كي راكړه وركړه ولري لكه كومي اړيكي چي اوس د رامنځ ته كېدلو په حال كي دي چي غواړي برېښنا له بهره وارده كړي، دا هغه لاملونه دي چي كولاى شي د قبيلوي جوړښت بنسټونه له منځه يوسي. خو په ځانګړو حالاتو كي ځيني هېوادونه هم شته چي غواړي له داسي جوړښت څخه د ځان په ګټه كار واخلي، قبايل په خپل منځ كي په جګړه واچوي ترڅو د قبايلو په منځ كي له جګړي ښه ګټه پورته كړي. په دي برخه كي ايران، پاكستان، روسيه او لويديځ هېوادونه يادولى شو. د بېلګي په توګه له انګرېزانو څخه يادونه كولاى شو چي د يرغل په وخت كي به يي غوښتل قبايل په خپلو كي سره په جګړه كړي.”

ښاغلى وزيري په دي اند دى چي دي سيمي به لا پخوا د مدني ټولني په لور ګامونه پورته كړي وو، خو كه بهرنيو ښكېلاګرو  يي په لار كي خنډونه نه واى جوړ كړي. هغه وايي: “قبيلوي جوړښت يو ابدي امر نه دى. دا سيمه د استعماري ځواكونو د سياست پايله ده. كه نه په قبايلو كي به تر اوسه بدلون راغلى واى. انګريزانو د افغانستان ختيځي او سويلي سيمي د يو هايل په ډول د تزاري روس پر وړاندي وكارولى. زما څېړني ښيي چي د ۲۰۰۱ زېږديز كال نه د مخه د قبايلو جوړښت د ماتېدو په حالت كي وو ځكه چي په دي سيمه كي توليد بازار ته د عرضي لپاره پيل شوى و د بېلګي په توګه يوازي د جنوبي وزيرستان له واڼه نه د ورځې۴۰۰ موټري مېوه او تركاري د پاكستان او افغانستان ښارونو ته لېږل كېدله او داسي ښكارېده چي په قبايلو كي انقلاب راغلى وي، خو د ۱۱ سپټامبر له پېښو وروسته كله چي القاعده او طالبان دي سيمي ته لاړل نو د قبايلو پر ارزښتونو يي د مذهب پرده واچوله.”

” ښاغلي ليوال د پورتنيو لاملونو برسېره په قبيلوي سيمو كي د تعليمي كچي ټيټوالي ته هم اشاره وكړه. هغه په دي اړه وايي: د تعليم نشتوالى يو بل لامل دى. استعماري ځواكونو له ډېر پخوا څخه دا سياست غوره كړى وو چي په قبايلي سيمو كي د تعليم تاسيسات رامنځ ته نشي. له بده مرغه ښوونځي لا هم ارزښت نه لري، پوهنتونونه نشته او د عصري علومو كتابونه نشته او خلك يوازي سنتي زده كړي تر لاسه كوي چي هغه هم يوازي تر جوماته پوري محدودي دي.

سره له دي چي قبيلوي جوړښت تر يوي كچي د هېواد د استقلال ساتنې، افغاني هويت او له هغه ځايه چي د وخت له حكومتونو لخوا خلكو ته ټولنيزي آسانتياوي نه چمتو كېدلې، د ستونزو د اواري لپاره په خپل منځي مرستو كي ونډه درلوده، خو له دي سره سره بايد موږ هڅه وكړو چي له قبيلوي جوړښت څخه د ملي هويت جوړوني په لوري ګام پورته كړو.

شنونكي په دي اړه بېلابېل وړانديزنه لري. ښاغلى غفور لېوال وايي: “زموږ لپاره قبيلوي ارزښتونه مهم دي چي وساتل شي، اما د يو ملي حاكميت د جوړښت لپاره، د يو ملي اقتصاد او بالاخره د افغانستان د سياسي او ټولنيزو سېسټمونو د رغولو لپاره، موږ ناچار او اړ يو چي مدني ژوند ته مخه وكړو.

زه فكر كوم چي موږ نشو كولاى چي په جبر او سياسي فشار قبيلوي ژوند بدل كړو. د دي كار لپاره بايد شرايط چمتو شي. بايد حكومتونه كار وكړي او يو سرتاسري اقتصادي كړۍ رامنځ ته كړي. د توليد كچه بايد لوړه شي او افغانستان له خپل ترانزيتي موقعيت څخه استفاده وكړي. زه فكر كوم كه افغانستان له خپل ترانزيتي موقعيت څخه ګټه پورته كړي، قبايل به په دغه ترانزيت كي دومره ښكېل شي چي دوى به ورو ورو مدني ژوند ته په خپله مخه وكړي.

د دي كار لپاره بايد ملي حاكميت او نړيواله ټولنه په علمي لارو چارو كار وكړي. مثبت ارزښتونه يي وساتل شي او هغه ارزښتونه چي له مدني ټولني سره سمون نه لري له منځه يوړل شي. او دا كار هغه وخت كېدلى شي چي اقتصادي، تعليمي شرايط چمتو شي، ټولنيز بافت بايد پياوړى شي، ملي حاكميت دوى ته پاملرنه وكړي او دوى ته اعتماد وركړي چي دا كار هغه مهال شونى دى چي رښتيني ولسواكي پلي شي.”

ښاغلى نوراني په دي اړه وايي: “څرنګه چي ما په پيل كي وويل، هغه څه چي قبايل يي رامينځ ته كړي د وخت اقتصادي اړيكي وي خو اوس هماغه اقتصادي اړيكي نشي كولاى شتون ولري. زما په اند دا يوه منځنۍ مساله ده، د يو ځانګړي او طبيعي روند مساله ده او يو علمي بهير، او ترڅو چي هغو لاملونو چي دا قبايل زېږولي، پاېښت وربښلى او سنت او تشكيل يي ورته رامنځ ته كړى، دا جوړښت له منځه يونه سي، موږ نشو كولاى دا جوړښت له منځه يوسو. زما له نظره هر څومره چي اوسنۍ اقتصادي او كلتوري اړيكي د قبايلو منځ ته لاړي شي، هومره به د قبايلي جوړښت بنسټونه سست شي. تر هغي چي د قبايلو منځ كي د اقتصادي او كلتوري اړيكو له پلوه بدلون رامنځ ته نشي، زه ګومان نه كوم چي افغانستان له دي وضعيته خلاصون ومومي.”

Copyright Larawbar 2007-2024