کور / تازه خبرونه / ريچرډ هالبروک : کويټه د ترهګرو ځاله ده

ريچرډ هالبروک : کويټه د ترهګرو ځاله ده


د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ولسمشر استازی ريچرډ هالبروک وايي چې کويټه د ترهګرو مرکز دی او ملاعمر د خبرو سره علاقه ښودلي.


هالبروک بي بي سي سره په خبرو کې ويلي  چې کويټه د طالبانو او  نړيوالو بدترينو ترهګرو مرکز دی. هغه ويلي .))په کويټه کې ناست ترهګر په افغانستان کې په افغان او نړيولو ځواکونه د بريدونوپلانونه جوړوي.((  


نوموړي دا هم ويلي چې د طالبانو مشر ملا عمر هم د افغان حکومت سره  دخبروکولو علاقه ښودلي خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.


 بي بي سي د هالبروک له خولې د پاکستاني استخباراتو د دوه مخيزې پاليسۍ )د ترهګرئ سره د مبارزې تر څنګ د ترهګرو روزلو( په اړه ليکلي. ))مونږ ته هم داسې راپورونه رارسيدلي او که دا رښتيا وي نو ډيره د خواشينۍ خبره ده.((  


هالبروک په کويټه کې  د بې پيلوټه الوتکو دبريدونو د امکان په اړه څه نه دي ويلي خو پاکستان ته د پوځيانو ننويستل يې رد کړي.


د کويټې په اړه دامريکايي ولسمشر بارک اوباما د استازي دا څرګندونې له هغه وروسته خپريږي چې څو ورځې وړاندې د نيويارک ټايمژ په يو خبر کې ويل شوي وو چې د طالبانو او القاعده لوړپوړي چارواکي په کويټه کې دي او امريکا باید د هغوی په مرکزونو بريدونو وکړي. د پاکستان حکومت دا تورونه بې بنسټه بللي وو او ويلي يې وو چې د داسې بريدونو هيڅ جواز نشته.


د يادونې وړ ده چې بارک اوباما د امريکا د ولسمشرئ د ټولټاکنو پرمهال بيا بيا ويلي وو چې  که اړتيا وه د ترهګرو دځپلو په خاطر به پاکستان ته پوځيان وليږي.   


بل خواته نن په بلوچستان کې د امريکايي الوتکو د ممکن بريد پر خلاف لاريون شوی.