کور / شعر / ښکلی وطن

ښکلی وطن

له نوم دي ځار  د سيالو وطنه     
تاريخ دي لوړ دی دشملو وطنه


 هر طرف كل هر خوا اوازدبلبل
د مستو مستو پسرلو وطنه


په تا كي خاندي درديدلي زړونه 
يې لروبر د خوشالو وطنه


زما ضمير خو خوبولي نه دی
چي به غلط شم په بنګلو وطنه


زه به دي مينه په بل ماته نكړم
دنازولو ګلالو وطنه


مخلص دا ستا په تاريخ فخر كوم
راسره مل يې تر خيالو وطنه