کور / تازه خبرونه / افغانستان: دلوی اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه.

افغانستان: دلوی اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه.

نن چهارشنبه چې دلوی اختر لومړۍ ورځ ده په ټول افغانستان ددغه ورځ ولمانځل شوه، خلک مسجدونو ته ولاړ او له لوی خدای جل جلاله نه یې دهیواد دسوکالۍ او برم غوښتنه وکړه، په کابل دسړې هوا له سړو سره سره بیا هم په سلګونو لمونځ کوونکي په مسجدونو ورمات شول او دلوی خدای جل جلاله دبار ته یې ددعا لاسونه هسک کړل.


(تاسو هم د لوی اختر د تصويرونو البم ته خپل د اختر عکسونه راوليږئ )
لوی اختر 2007 ۲۰۰۷ د لوی اختر عيدګا - کابل کابل عيدګا جماعت ۲۰۰۷ د لوی اختر ورځ کابل عيدګا ولسمشر حامد کزری


دا ډول دابراهیمي ملت او داسلام دستر لارښود پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پیروان په ټول افغانستان کې دخدای جل جلاله لپاره ذبحې وکړې، دوی پسونه، غویان او نور څاروي حلال کړل او دابراهیم علیه السلام مسنونه طریقه یې پرځای کړه.


 ولسمشر حامد کرزي دولسمشرۍ په ماڼۍ کې داختر لمونځ له ګڼو سیاسي څټو سره یو ځای پر ځای کړل، لومړی یې دتشریفاتو قطعه وکته او دهیواد ملي سرود ورته په نظامي نغمو کې وکړنګیده. د اختر لمونځ دارګ دملا په امامت ادا شو، له لمانځه وروسته ولسمشر کرزي په ارګ کې ټولو میلمنو سره داختر مبارکې وکړه. له مبارکۍ وروسته ولسمشر په یوه خبري کنفرانس کې هم برخه واخیسته، ولسمشر کرزي داختر مبارکي د افغانانو ترڅنګ ټولې اسلامي امت ته ورکړه.


 ولسمشر کرزي لنډې خبرې وکړی وی ویل چې خدای جل جلا له ته دعا کوي چې خدای جل جلاله دی ټول هغه شهیدان او وژل شوي چې په تیرو جنګونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی که ځه طالبان وي وبخښي. ولسمشر کرزي یو ځل بیا له ټول وسلوالو مخالفینو نه وغوښتل چې را دی شي او د نورو خلکو په څیر دی ژوند وکړي.