کور / شعر / شپږ شعرونه

شپږ شعرونه

د هیواد مينه



هیواده ستا سندرې وایمه زه


غرونه او رغونه دې تل ستایمه زه



ته ښکلی ګل یې د نړۍ په بڼ کې


په تا مين لکه بورا یمه زه



بې ستا له غیږې خوار غریب یادیږم


که پایم ستا په مينه پایمه زه



که پردۍ خاوره شي جنت نه ښايسته


نه ده ډاډمنه که بې تایمه زه



روح او زړه هله په هوسا وي زما


چې ستا تر څنګ او ستا تر خوا يمه زه



عزيز له ته يې د شعرونو الهام


څو چې مې ساه وي تا به ستایمه زه


 


 


 



«ځانته چغیده»



د بیلتون په تیره توره


پرهرژلي سره یادونه


ښکار د ظلم او تاړاکونو


ډوب په وينو کې خیالونه


شيبه نه رانه بیلیږي


د زړه خونه کې تاویږي


وایم وتښتم له زړه نه


دې د غم او وهم کورنه


د پرانیستې هوا لور ته


ارتې پراخې فضا لورته


خو ترې نه شم تښتیدلی


وړاندې وروستو چیرته تللی


د آرمان پښې دي شلې


د هيلو وزرونه مات دي


پدې ژوبلو انديښنو خپل


په ټپي ټپي مغزو خپل


اخر چيرته کومې خوا ځم


کوم یو چاته په سلا ځم


پردی ملک پردي ټاټوبی


نه ملګری يار آشنا شته


نه څوک خپل د غم سودا شته


ځانته ځانته اوسیده دي


ځانته ځانته چغیده دي


د وطن په سوچ او اند کې


ځوکلیده دي تځنیده دي


 


 


د شاعر پیغام



د ایشیا له اوچت بام نه


له افغان ننګیالي قام نه


دشاعر دغه پيغام دی


نړيوالو لره عام دی


چې! موږ د سولې پلويان يو


له جګړو شخړو ستومان يو


ټول انسان موږ ته يو ورور دی


که څوک سپین او که څوک تور دی


که توپیر د انديښنو دی


که د ژبو او څيرو دی


هر توپير نه مو ده کرکه


جنګ جګړه دې وي تل ورکه


جګړه لار ده د ناولو


ناتارګرو ښکيلاکګرو


جنګ ناورين دی تباهي ده


جنګ ددې ځمکې وراني ده


نړيوال نياو مو شعار دی


د انسان مېنه مو کار دی


ای د سولې پلويانو


د هستۍ ژوند مېنانو


د انسان په نوم اوچت شې


د انسان خلاصون ته پت شې


ځمکه پاکه نور له شر کړۍ


پرې د سولې جنډه بر کړۍ


وي دې ځمکه ټول انسان ته


درناوی دده و شان ته


د انسان نوم دې اوچت وي


دې مقام ته دې حرمت وي


تل دې سوله او جهان وي


پرې واکمن دې ټول انسان وي


 


 



غوټۍ



تاندې تنکۍ ډولۍ ښګلا کې نازولې غوټۍ


د باغ او بڼ د سترګو تور زړو ته منلې غوتۍ



ته دې شې لویه ته دې ګل شي د وفا ناوکۍ


د چاخولو او په تڼاکو پالل شوې غوټۍ



تا پورې غوټه د مليار هيله ارمان وينمه


ای د وګړو فکر او خيال ننه اغلې غوټۍ



پنځ هم دا ستا د مسکولو لوی پریڼ نیولی


وريځو باران درته شين فرش دی غوړولی غوټۍ



ته د پسرلي د رنګ او بوې دقافلو استازی


د ژوند د پټو راسپړنو سرايستلې غوټۍ



د سباون نغمه په ناز درته سندرې وایې


د شپې د اوښکو په رڼو څاڅکو پريوللې غوټۍ



مخ را څرګند کړه ارماني زړو ته تسل وبښه


د انتظار دشنه سالو دننه غلې غوټۍ



خیر دی که ستا عمر لنډیږي بیا هم وخانده لږ


رنګ دهستۍ دی رسالت دی زما ښکلې غوتۍ



کیسه د ژوند داسې پیل شوې ځي به همداسې مخ ته


ته یې همدغه څو شیبو له یې بللې غوټۍ



زموږ خپګان او خوشحالي په چا اغیز نه کوي


دلته هر څوک د بيوسۍ وهم وهلی غوټۍ



ټاکلې لار ده پرې به ځې که نه ځې څه به کوې!


ته یې په زرو ځنځيرونو يې تړلې غوتۍ



عزیز ته ووایه خپل حال چې تمنا دې څه ده؟


ای د سبا د انديښنو له لاسه ستړې غوټۍ


 


 


 


د مینې دریځ



زمانې واړول رنګونه خورا


د شپو او ورځو پوښښونه خورا


لاړه او راغله بهیرونه دلته


تیرې پیړۍ شوې په زرګونو دلته


ځمکې ډیر پيښې او حالات ولیدل


ساړه تاوده يې هم زخت زیات ولیدل


دې تلو راتلو او ښکو راښکو په منځ کې


د مرګ او ژوند د کړکیچو په منځ کې


ډیر څه بدل او رابدل شول سره


ډیر راغله نوي اوډیر دل شول سره


ځنې چور ورک شول چا لوړتیا ومونده


انساني ژوند هم لاندې باندې شولو


ګام په ګام ستومزوکې را وړاندې شولو


خو دې یونونو، آوښتونو منځ کې


د وخت د ربړو ټکرونو منځ کې


يواځې مينې تګ بدل نه کړلو


کوږ یې له خپلې لارې پل نه کړلو


کرکې لویۍ که څو ګواښنه وکړل


سړي شول مړه خو مینه مړه نه شوله


ترخو ناخوالو مخ ته پړه نه شوله


مینه په همداشانې شوه مینه پاتې


ټینګه شوه زړوکې پرتمینه پاتې


مینې انسان داسې انسان وساته


له هر ناورین له هر توپان وساته


مینه رښتیا چا پيژاندلې نه ده


په خپل اصلي بڼه لیدلې نه ده


مینه له هر خویه اوچته ده ډیر


هر مینوال سړي ته پته ده ډیر


ځکه مين تل پاتې مينه غواړي


نور له هر غوښته یینه سپینه غواړي


نو دغه مینه دې ژوندۍ وي زړو کې


ځوانه ټول واکه ګړندۍ وي زړوکې


راځې لمانځنه ټول د مینې وکړو!


هم يې پالل د زړو په وینې وکړو


مینه ستر ځواک او لوې خوزون دی زړوکې


مینه تکل د ستر تړون دی زړوکې


مینه انسان نږدې کوی شي سره


دا بیل توکونه نښلوی شي سره


مینه که پاتې وي جهان به وي تل


څښتن د ځمکې ټول انسان به وي تل


که مینه مړه شوله جهان به مړ شي


که ځمکه به مړه شي او انسان به مړشي


 


 


 



ګونګ چلند



ستا د پسرلي له ښکلاګانو دادی لیرې ګرځم


نصیب اخیستی لالهانده چیرې چیرې ګرځم



د رقیبانو له نا خوالو او نادودو ځنې


داغ مې په زړه پردو ملکونو کې لهیرې ګرځم



دا زړه په زرو لومو نښتی له تا نه بیلیږي


ستړی ستومان که ددنیا په لری بری ګرځم



بخت او طالع ټولې وې ستا پاتې له تا سره شوې


په نا اشنا کلو ښارو ماتې وزرې ګرځم



ځپلی زړه د انديښنو څپو اخستی درومي


د مړه ارمان راځي په خوله ساندې سندرې ګرځم



د وخت نادودو او ناشونو ته هک پک پاتې يم


پښه نه ځي ځمکې ته په ښوينده ډبرې ګرځم



عزیز همدا چلند دمينې دود دی چانه څه ګيله ده!


د زمانې له ګونګ چلند په ناببرې ګرځم

.