کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوی افغانستان لراوبر ولس ته د لوی اختر مبارکي وايو

د لوی افغانستان لراوبر ولس ته د لوی اختر مبارکي وايو

 


د لراوبر ويبپاڼي د هيواد څخه بهر او په هيواد کي دننه ټول کارکوونکي د لوی افغانستان لراوبر افغان ولس ته په لوی او افغانستان او نړۍ کي د لوی اختر د رارسيدلو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .


له پاک خدای جل جلاله څخه غواړو چي د راتلونکي لوی اختر تر رارسيدلو مخکي زموږ ګران هيواد افغانستان په ټوله نړۍ کي د يوه لوی افغانستان په نوم بيا ثبت او وپيژندل سي .


لراوبر ويبپاڼه به د خپل لراوبر افغان ولس د يووالي او سوکالۍ لپاره د کال په ټولو ورځو کي خدمت کوي ، په دې توګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي او په لر او بر افغانستان کي له افغان ولس څخه هيله کوو چي د اختر د ورځي خاطرې  په ليکلې يا تصويري ډول په لراوبر ويبپاڼه کي د خپريدو لپاره زموږ د  اړيکو پر پته راوليږي ، لراوبر ويبپاڼه د لوی اختر په نوم د عکسونو ځانګړی البم پرليکه کوي ، تاسو کولای سئ په دې البم کي خپل عکسونه هم د لراوبر افغان ولس سره شريک کړئ .


اختر مو بختور او نيکمرغه


د لراوبر ويبپاڼي د همکارانو لخوا