کور / تازه خبرونه / د ناټو په حضور کي د کوکنارو کښت څلوېښت چنده زيات سوی دی

د ناټو په حضور کي د کوکنارو کښت څلوېښت چنده زيات سوی دی


دروسيې د مخدره موادو د فدرالي سازمان رئيس ويکټور ايوانف  ويلي دي چي په افغانستان کي دناټويي   هيوادو د حضور په وخت کي د کوکنارو کښت  څلوېښت  ځله  زيات سوی دی .


 


ايوانف دغه خبره د سه شنبې په ورځ د مسکو په هغه غونډه کي وکړه چي د جمعي امنيت د پيمان  غړو هيوادودمخدره موادو سره د مبارزې د سازمانو د ريسانو لخوا جوړه سوې وه . نوموړي زياته کړه چي په افغانستان کي د ناټو د ځواکو په موجوديت کي  د ټولي  نړۍ  په سلو کي ۹۳ ترياک  په افغانستان کي کرل کيږي .


 


دغه روسي مقام وايي چي په افغانستان کي د مخدره موادو د قاچاق  ټولي برنامې د ترياکو د کښت په شمول د ماتي سره مخامخ سوي دي . هغه وايي چي ناټو بايد دېته اړ ايستل سي چي د کوکنارو کروندې او د ترياکو لوی ګدامونه  له مينځه يوسي .


 
په دغه غونډه کي چي د
روسيې، بلاروس، قزاقستان، قرغيزستان، تاجيکستان، ازبکستان او ارمنستان هيوادو لخوا جوړه سوې وه د نوموړي هيوادو د مخدره موادو  دقاچاق سره د مبارزې د سازمانو رئيسانو ګډون کړی وو
.