ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مارچ 26th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا هم له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره روانې هڅې څیړلي او پدې ترڅ کې د روسي چارواکو په حواله لیکلي دي چې له منځلارو طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په حواله لیکلي دي که چیرې طالبان خپلې وسلې په ځمکه کیږدي نو روسیه ورسره د خبرو اترو مخالفت نه کوي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ د جمعې  په ورځ اعلانیږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد په جنوبي او جنوب لویدیځو سیمو کې د تړل شویو ښوونځیو په بیا پرانسیتنې تبصره کړې خو دغو ښوونځیو ته يې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې. 


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان دولت له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو په اړه د امریکا او روسیې دریځونو ته کتنه کړې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان په روانو حالاتو تبصره کړې او د بهرنیو چارو د وزیر په حواله يې لیکلي دي چې افغانستان اوس مهال انډولیزې پراختیا او ښه حکومت دارۍ ته اړتیا لري.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د امریکا د ولس مشر د مرستیال په حواله لیکلي دي چې اروپايي متحدین دې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.


د افغانستان ټایمز انګلسي  ژبې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت تمدید ته په اشارې لیکلي دي چې د مرستندویه هیوادونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځ ته کولو لپاره د ملګرو ملتونو لا غښتلې رول ته اړتیا ده.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د هغو هیوادونو ترمنځ د غمږۍ نه موجودیت چې په افغانستان کې له پوځي او یا هم له سیاسي اړخه ښکیل دي ددوې هڅې بې اغیزې کړیدي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو لرلید څیړلې دې.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مسله څیړلې او لیکلي دي چې د هیواد په کچه دغه تاوتریخوالې موجود دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا رښتیا هم طالبان یو داسې ځواک دې چې امریکا او ناټو په ګونډو کوي او که امریکا او اروپایان يي غښتلي معرفي کوي.


ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو جلا مطلب کې ولسي جرګې ته د امنیتي ادارو د چارواکو وربللو ته په اشارې ددې جرګې د ځینو غړو دا اعتراض راغستې چې د یوولسو وکیلانو وژونکي ازاده ګرځي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ملي جبهې کې په رامنځ ته شویو اختلافاتو تبصره کړې او لیکلي دي که چیرې ددغو اختلافاتو د حل لپاره په بیړه کار ونشي نو ممکن بیا ناوخته شي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ستراتیژۍ سبا اعلانیږي.

خو اصلاح بیا په افغان حکومت کې د صدراعظم د ټاکلو په اړه خپرو شویو رپورټونو ته په اشارې لیکلي دي چې امریکا او متحدین يي په افغانستان کې د صدارت د پوسټ د رامنځ ته کولو په هڅه کې ندي.
او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم ولسي جرګې ته د امنیتي چارواکو وربللو ته په اشارې ددغو چارواکو په حواله لیکلي دي چې امنیتي وضعه به ښه شي.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د شانګهايي په راتلونکې غونډې تبصره کړې چې په مسکو کې جوړیږي او لیکلي دي چې  پدې غونډه کې به د افغانستان په شتو ستونزو خبرې وشي.

او ورځباڼې پخپله سرمقاله کې هم همدې مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې افغان دولت باید له دې موقع نه ښه ګټه پورته کړي

Copyright Larawbar 2007-2024