کور / تازه خبرونه / لغمان: پر قرغيو د توغنديو برېدونه شوي

لغمان: پر قرغيو د توغنديو برېدونه شوي

چارواکي وايي تېره شپه د دولت مخالفينو د لغمان د قرغيو پر ولسوالۍ د توغنديو بريد کړی چې ځاني زيان يې نه دی اړولی. د لغمان د والي وياند سيد احمد صافی وويل  يو توغندی د نجونو په يو ښوونځي لګېدلی چې د ښوونځي ودانۍ يې زيانمنه کړې او ډېری کتابونه پکې هم سوځيدلي دي. ددغه بريد پړه تر دا مهال کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.