اېران د امريكا بلنله ومنله
د اېران حكومت د امريكا هغه بلنه ومنله چي د افغانستان په اړه په جوړېدونكي كنفرانس كي د ګډون په خاطر يې وركړې وه.
امريكا د رواني مياشتي په پيل كي وړانديز وكړ چي د افغانستان په باب دي يو نړيوال كنفرانس راوبلل سي او په هغه كي دي اېران ته هم د ګډون حق وركړل سي.
اېراني مقاماتو په پيل كي ويلي وو چي دوى به د امريكا پر دې بلنه غور وكړي.
د افغانستان په اړه نړيوال كنفرانس د مارچ د مياشتي پر ۳۱ – مه د هالنډ په هاګ ښار كي جوړېږي، چي د دغه هيواد پر روان وضعيت او په ثبات كي يې د ګاونډيانو پر برخه اخيستني باندي بحث پكښي كېږي.