پارترې (انځور) : د مافیا په قانون د سیاست قانوني لوبغاړی
(ولسمشرۍ ته د احتمالي نوماندو د وییزو انځورونو لړۍ)
ښاغلی یونس قانوني د تپلي ستر اتل احمدشا مسعود سره ډېر وخت اوږه په اوږه کار وکړ . دی د ستر اتل یو له نیږدو باوري کسانو څخه وو چې په پېښور کې یې د ده استازیتوب هم کاوه . ښاغلي قانوني له خپل پیر لارښود څخه نه یوازې د پردیو غلامي، بلکې هر هغه څه زده کړل چې د ملت په ویجاړولو کې اغېزمن دي . دغه د شرعیاتو فارغ په خپله پر هېڅ قانون باور نه لري . دی په هر قانون او انساني لوښې قانون ماتی، خو یوازې د مافیا په قانون، قانون ساتی دی .
48 کلن قانوني چې کله له مسعود سره یو ځای شو، دنده یې د مسعود او د آی اېس آی د اړیکو ټینګول وو . همداراز د جهاد په دوران کې د “جهاد او دعوت د کمیټې” منشي وو چې د “مجاهیدینو د ښوونې او روزنې او فکري سازمان ورکولو” پازوالي یې پر غاړه درلوده . حال دا چې د کره او تاریخي لاسوندونو پر بنسټ د مسعود د مجاهیدینو تګلاره او سیاسي ګروهه د نورو وطنپالو مجاهېدینو کمزرول او د روسانو امنیت ساتل وو .
ښاغلي قانوني د ښاغلي رباني په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر وو . دا هغه وخت وو چې په کابل کې ظلم، غلا، د خلکو پر حیا تېری، لوټل او وحشت یو ورځنی کار وو .
د “مقاومت (؟)” په دوران کې ښاغلي قانوني “دولايتونودچارودكميټې رياست ( دغه كميته ، دجبهوترشادټولوملكې چارولكه ،روغتيا، ښوونى اوروزنې ، بيارغاونه ، مهاجرين اونوروچارو د پرمخ بيولومسووليت پرغاړه درلود.)
پدې وخت کې پر ملک د جګړو ناروغي خوره وه، د ښوونې او روزنې پر ځای د جهل، توکمیز توپیر، د افغانانو په تېره د پښتنو ن وژنې، غلامۍ او له نړیوال مافیا سره د اړیکو زده کړه د سیاست، پوهې او علم بنسټ ګرځېدلی وو .
ښاغلي قانوني د شمالي ټلوالې د بنسټ اېښونکو او مخورو هغو څخه وو . د دې ټلوالې دنده او د جوړښت لاملونه او د دوی کړه وړه بیا-بیا یادول د هرې لیکنې خوند خرابوي . ځکه چې هېوادوالو ته ښه ترا مالوم دي .
د ستر اتل احمدشا مسعود له مړینې څخه وروسته ښاغلی قانوني د شمالي ټلوالې سیاسي مشر شو . د کره لاسوندونو پر بنسټ ده د افغانستان د سیاسي نظام د جوړښت لپاره د بن په کنفرانس کې تر هغه وخته لغتې وهلې تر څو به چې د اېران او روس لخوا ورته د “بس” امر نه وو شوی .
د طالبانو له امارت څخه وروسته امریکایي او اروپایي نظامي کړیو او سیاسي ټولنو او ادارو وپتېیله چې کابل ته به هېڅ وسله واله ډله نه ننوځي . همدا تړون په پنجشېر کې له شمالي ټلوالې سره هم شوی وو . خو په کړن کې داسې نه شوه . شمالي ټلوالې چې مشري یې ښاغلي قانوني کوله، خپلو سرتېرو ته امر وکړ چې په کابل ورننوځي . ده د انګریزي بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د دوی ځواکونو کابل ځکه ونیو چې د “قدرت خلا رامنځته نه شي .”
خو د نظم او امنیت ساتلو په پلمه نه یوازې دولتي ادارې لوټ شوې، بلکې همداسې د ولسي وګړو شتمني هم . د “قدرت خلا” په ریښتیا ډکه شوه، خو انساني او افغان ټولنیز قانون پایمال شو ه .
د ښاغلي کرزي په حکومتونو کې ښاغلی قانوني د کورنیو چارو وزیر او همدارنګه د ښاغلي کرزي امنیتي سلاکار وو چې باید امنیت یې ټینګ کړی وای . خو په همدې موده کې چې امریکایانو او د دوی ملګرو کوم بمبارد کاوه، هغه د کورنیو چارو د وزارت او دفاع وزارت د مالوماتو پر بنسټ کېده چې سرزیان یې یا پښتانه مشران او یا هم ولسي بې ګنا وګړي ول .
ښاغلي قانوني همداراز د پوهنې وزیر پاتې شوی . هغه اساسي قانون چې ده په خپله خوښه جوړ کړ، هم ونه مانه . د پښتو ژبې ښونځیو په ورکولو او نه جوړلو کې یې تر خپله وسه کار وکړ .
ښاغلي قانوني هم په دولت کې کار کاوه، او هم یې د دولت پر ضد “جهه هایې تفاهیم ملي” او “حزب نوین افغانستان” جوړ کړ چې په ښکاره سره یې افغان ضد تګلاره درلوده .
ښاغلی قانوني په دوبۍ کې له له پینځو میلیونو ډالرو او د امیر عبدالرحمان خان له توپنګچې سره ونیول شو . ده دغه پېښه د ښاغلي کرزي یا هم په دولت کې د خپلو غلیمانو یوه توطئه وبلله . ده زیاته کړه چې په روپیو یې په لندن کې کور اخېسته . خو دا چې ده دا پینځه میلونه ډالره له کومه کړل او توپنګچه یې څه کوله، هم ونه ویل .
ښاغلی قانوني د لویدیځو دیپلوماتانو په اند چې د بن په کنفرانس کې یې ولید، “یو خوله ور، څرک او په سیاسي بازار کې خورا بلد سړی دی”، خو دا چې ولې په خپله قانون ماتوي، شاید د ده لوښه نه، بلکې د نورو سره د ژمنو او دندې پر بنسټ وي .