کور / سياسي / آسان يي نالول چنګوښو هم پښي پورته کړې

آسان يي نالول چنګوښو هم پښي پورته کړې

دساينس او تکنا لوجۍ له برکته ، انسانانودخپلو زخمونو په نتيجه کۍ نه يوازي دخپل ژ وند دآرامتيا او اسانتيا له پاره ډول ډول وسايل جوړ کړل بلکه د آسمان په ستوروکی يي هم ګامونه کښيښودل او لا به يي کښيږ دی ۰

 البته ، همدغه انسان داسی اسبا بو نه هم منځ ته راوړی دی چی په استعمال سره يي ښايې ټول بشری مدنيتونه دخاوروسره برابر کړي ۰

په هر صورت ، دبشرپه اوسنيو انکشا فاتواو اختراعاتو کی دکمپيوتر اختراع دانسانی فرهنګ دپرمختګ په خا طر يوه ډ ير ستره اود قدر وړ وسيله ده ۰

دغه وسيله چی دمځکی دکري ديوه سره تر بل سره پوری انساني اړيکي ساتی ، ديوې داسی ستری مدرسی حيثيت هم لری چی هر څه په هروخت کی ځينی زده کيدای شي ۰

علاوه پر ټولو ښيګڼو ، کمپيوټر تر دساتير يو ۰ دوستيو اوحتی ددښمنيو دتامين په خاطر هم يوه لويه او مؤثره وسيله جوړه شوي ده ۰

دنومو ړودندو پر څنګ ځينی اشخا ص داسی استفاده هم ځينی کولای شی چی يا پر کوم چا مسخری وکړ ی او یا هم د ځينو عالما نه متنو نو په مقابل کی دخپلو خود خواهيو او شخصی اغراضو په منظور دسپکا يو سبب شي ۰ حتی ، کله کله ، ځينی اشخا ص دخپلو رقابتونو په لړکی داسی څه هم ليکی چی دنورو ليکوالانو سره په رقابت او حسا دت کی ځان کم ونه بو لي ، نو هر څه يي چی وليکل هفه ليکی ۰ اوهمدغه ډول ناوړه عمل خپله کاميابی او دويبپاڼی څخه استفاده بولی ۰ خو ، البته ، داصولی انتقاد فضيلت دهر چا په برخه نه وی ۰ نو کله کله داسی اشخاص چی دانتقاد صلا حيت نه لری هرڅه چی يي وپاشل هغه دی خپل انتقاد او افتخار بولی ۰ دوی نه دويبپاڼی په عزت پسې ګرزی او نه هم په خپلی بې عزتۍ کی چورت وهي ۰

څرګنده ده چی په ويبپاڼو کی دموکراسي او آزادی يو لازمی او ضروری شرط دی ۰ خو ځيني وختونه داسی غلطۍ پيښيږی چی څوک غور ورته ونه کړی او علمی کنترول عملی نه شي ، نو بيله شکه به يو لړ کتونکی او لوستونکی پر ډيره غلطه لاره رهنما يي شی ۰ په دغه وخت کی به ګناه نه يوازی دليکونکی وی بلکه ويبپاڼه به هم بې مسؤليته ونه بلله شي ۰

دنوموړو خبرو داثبات له پاره ، څه موده مخکی می ۲۹ ، ۱۱ ، ۲۰۰۸ عيسوی نيټه دلر او بر افغانستان پراخی او ملی ويبپاڼی کی دپاک طينت تر مستحاراو نا څرګند نامه لاندی يوه ډيره لنډه ، ( بي سره او بي ښکره ) داسی ليکنه ولوستله ګی نه يي املا پر ځای وه او نه يي هم انشأ خپل مقام درلود . علاوه پر ډيرو ادبی نيمګړ تياووداسی هم څرګنده شوه چی ليکونکی نه يوازی دعلمی اکادمۍ ، اکا دميسن او کانديد اکادميسن داصطلا حا تو څخه پوره کرکه لري ۰ بلکه دنوموړو مفهومونو سره پوره بي خبره هم بريښي . حتی داکادميسن او کانديد اکادميسن ــ داد افغانستان دعلومو اکادمۍ علمی مقامونو په تو پير لا هم نه دی پوهيدلی ۰ خو په تا سف چی بحث هم پر کوی ۰ دده په نوموړوڅو ليکو کی دا هڅه شوې ده چی زما دتيری مقالې پر سياسی ــ استعماری ضد متن باندی په پټو سترګو او ګونګۍ ژبه نيوکه وکړی ، خو په تاسف چی دمقالی څخه يي نه کوم عبارت ،نه کوم جمله حتی نه کومه کلمه راوړې ده ۰

البته ، په همدغه ورته توګه دښاغلي زرغون ستانکزی په نامه هم ځينی ګونګۍ او بې اساسه نيوکی شوي دی چی به نوبت سره يي ( ناز وراخلم ) ۰

ښاغلی پاک طينت په ډيری بدنيتۍ سره وايي چی « مقاله يې سر تر پايه ولوستله » ۰ خودده دلوستلو ( ! ) څخه داسی بريښی چی يايي دمقالې يوازی عنوان لوستی او دټولی مقالې دلو ستلو حوصله نه وه ورسره ، يايي داسی تر نظر تيره کړې چی په مغز کی يي هيڅ شی نه وی پاته شوی ، او یايي هم ښايي داسی لوستې وی چی پر يوه عبا رت حتی پر يوی جملې يي دنيوکی زور نه وی رسيدلی ۰

خو سره ددې ټولو يي بيا هم ديوه بي ځايه خصومت او بې چاره ګۍ له لاری چی هغه يي هم ښايي دخپل هغه استاده څخه په تقليد اخستی وی چی نه يي قلم روغ وی او نه يي ژبه سلامتيا ولری ۰

اوس خبره داده چی زما تر ليکنی « دبوش ناټويي سازمان نه يوازی دګونډي وهلو په درشل کی دی بلکه ۰۰۰۰ » وروسته دنوموړو ليکونکو دوی داسی ليکنې راغلی دی چی محتوايي يوه خو په اوږدوالی کی يوه لنډه بله اوږده ده ۰

ددي له پاره چی نوموړو ادبی بي نزاکتيو ته يوه لنډه اشاره شوی وی ، نو به يي دلیکنو ځينی ناوړتوبو نه او غلطۍ په وړو لينديوکی ليکه په ليکه ګرانو لوستونکو ته وړاندی او لنډ بحث به پر وکړم ۰

۱ــ پاک طينت چی پاکی يي هم تر شک لاندی راغلې او مقاله يي هم عنوان نه لری ، دااسی وايي ‌:

« کله چی له استاد سيستانی وروسته په انترنيت کی ديوه بل اکډميسن له ليکنی سره مخ سوم … او هغه می سر تر پايه ولوستله . وروسته وپوهيدم چی داسی ليکنی بايد دهغه چاوی چی په تبليغ او ځان ښودنه کی پوره مهارت ولری ….»

ددې ښاغلی په لوړ بيان کی څرګنده نه ده چی دتبليغ څخه يي مقصد څه او ځان ښودنه څه شی بولي ؟

شک نه شته چی مقاله می دعنوان تر سيوری لاندی ټول هغه اړخونه او بعدونه توضيح کړی کوم چی می په پلان کی تنظيم کړی دی .

که دغه ډول توضيح څوک دتبليغ مهارت وبولی په هغوی اړه لری . خوداچی زه ځان ښودنه کوم ، ځکه بي اساسه ده چی هر څوک چی ښودل شوی وی ، په علمی او سياسی فضا کی څرګند وی دځان ښودنی ضرورت نه لری او مقالې يې دواقعيتو نو روښانه انعکاس دی . برعکس ، يو څوک چی پر خپلو خبرو باور ونه لری او له پاره يې لږ تر لږه کوم دليل او سند نه ویموندلی ، نو بيله شکه به دخپل سيوری څخه بيريږی او ځان به می داسی پيچلی وی چی څوک يي ونه پيږنی خو په پټه به زهر ناکه غشی په هوا کی اوروي . داخبره په تا ئيد سره بايد ياده شي چی دی دښاغلی سيستانی یادونه کوی خو په تاسف چی دهغه دعلمی رتبی کانديد اکادميسن لږ تر لږه تذکر لا هم نه راوړی . داهم ځکه چی دی دخپلو دوستانو په شان دنوموړو علمی رتبو څخه دټاکلو علتونو پر اساس کرکه ښيئ .


دا څنګه طينت دی چی دعلم اوفضيلت څخه نفرت ښيئ !

۲ــ دا ښاغلی داسی پر مخ ځی او وايي :

« دا بيغمه او له واقعيتونوڅخه ليری اکا دميسن څوک دی چی غواړی دهيڅ په ادرس وغږيږی ، ځان ښودنه وکړی او ځان نوی مطرح کړی …. »

نوموړی لکه طوطی چی نوی خبری زده کوی خونه سی ويلای چی دهيڅ په ادرس غږيدل يعنی څه ؟

زما ټوله مقاله پوره روښانه او محتوايې يو ټاکلی لوست دی . مقاله دهيواد او ولسونو پر ضد دبوش دناټويي سازمان ديو لړ وحشتونو او جنايتونو لنډه داسی تشريح ده ، چی دولس دوژلو او وطنو نو دخرابولو غندنه کوی او په مقابل کی يي دقلم په ژبه دمبارزی او مقاومت بير غ پورته کړی دی . لطفأ مقاله په غور ولولۍ . دلته دې ښاغلی پاک طينت نه ده څرګنده کړې چی دافغا نانو دځپلو ادرس ور څخه ورک دی او که دامپريالستی جنايتکا رانو پر جنايتونو يي سترګی بريښی او واقعيتونه نه شي احسا سولای .

۳ــ ورپسې ښاغلی پاک طينت په پټ مخکی مسلې ته داسی ادامه ورکوی :

« ….. ( دی ) دخلق دموکراتيک ګوند له مؤسيسنو څخه دی او دباټو ويشتو او بې ادرسه غږيدوتجربه يي له همدې ګونده څخه کړې ده …. » آفرين ! څومره ګستاخي !

هو ! به دې کی هم شک نشته چی زه دافغانستان دخلګو دډموکراتيک ګوند دمؤسسینو څخه يم . او په هم هغه کال کی دپوهنځي په څورم ټولګي کی می لوست کاوه دټا کليو ملی او دموکراتیکو افکارو دتحقق له پاره دخپلو ټاکليو انډیوالانو سره يو ځای می په سپينه ورځ د سلطنتی نظام په تسلط کی لومړنۍ مؤسسه کنګره تدوير او خپل مرامی اصول می خپاره کړل ، اوپه همدغه وخت کی دنوروملګرو سره يو ځای « مطرح » شوم . تاته ولی تعجب آورده ؟

لکه ته چی وایي زه « اوس ځان مطرح کوم ، » پر ویرانه روان يي . زما پر مختللی ملي او دموکراتيک هدفونه تقريبأ دنيمی پيړۍ څخه وړاندی لا طرح شوی دی . ښايي په هغو وختونو کی به تا سو « ډوډۍ ته نا نا ويله »

په دې خبره خو بايد يوه شوئ ياست چی ملی مبارزه دنورومشخصاتو سره يو ځای داستعمار او امپریاليزم پر ضد مبارزه ده . دادی اوس استعمار او امپرياليزم د امريکا په رهبرۍ او نا ټو په تشکل کی پر ګران افغانستان دخپلوناروا او استعمار ی هدفونو دتامين په خاطر بی رحمانه وينی تويوی او وحشتونه کوی چی حتی په پکتيا کی تر بيه شوو سپيا نو دافغانی ما شومانو دغوښوپه څير انعامونه وګتل . ددموکراتيک هدف او عمل څخه مقصد دظلم اواستبداد پر ضد هغه مبارزه ده چی بايد دټولو آزاديګانو دتامين په خاطرصادقانه عملي شی . داؤ په ډيره لنډه توګه دنوموړې کنګرې څومرامی ټکی . که مو تفصيلات په کار وو په وروسته به يي دروړاندی کړم .

۴ــ په زړه پوری لا دا چی دا ښاغلی دبا ټو ويشتلو په مفهوم نه پو هيږی ، نو داسی واي « ….. دبا ټو ويشتو او بي ادرسه غږ يدوتجربه يي له همدې ګوند څخه خپله کړې ده …. » څومره ( ! ) او بي مسؤ ليته تبارز !

دلته څرګنده ده چی دباټو ويشتو څخه څه دی ؟ باټی عمومأ دخپل ځان په باره کی غټ بازۍ اوخپل لږ فعاليت په زيات قيمت خرڅول . داچی ماد تجاوزګروله خوا د خپل هيواددخرابولو او ولسونودوژلو په په باب څوروښانه خبری په استدلال او استناد ، صراحت او جديت سره راوړی دې په هيڅ صورت سره باټې نه دې بلکه بر عکس دکلام صراحت دی چی په ادبی فنو نوکی زيات ارزښت لری ، او البته دهر چا په توانايي کی ځای هم نه لری . په همدې توګه بايد څرګنده شی چی تاپه خپل قاصر فکردخلکودموکراتيک ګوند هم باټک بللی دی ، په داسی حال کی لوموړی ګوند دخپلی دلاورۍ براساس ، په سپينه ورځ ، دنظامی قيام له لاری دوخت دولت چپه کړ . دا څنګه باټی دی ؟ لږ په خپل ګريوان کی وګوره او دباټو او واقعيت تر منځ تو پيروکړه . باټک هغه چا ته وايي چی عمل نه شی کولای په بړستن کی تر خولی تيرې او اپورتونيستی توګه غټبازۍ کوی . دلته زه ډير متاسف يم چی ته حتی دپښتو ژبی په يو لړ کلمو لکه باټی ويشتل لا هم نه پوهيږی . هر کله « چی يوه ډبره نه شی پورته کولای ، نو يي مچ کړه او بیرته يي پر مځکه کشیږده . » ځکه چی دغه ښاغلی کوم ټاکلی هدف چی استدلال ولری ، نه لری نو دادی يوڅو کلمی سره اړوی رااړوی ، بيا داسی وايي « …. وروسته سم غږيږه او بې ادرسه مه غږیږه . سمه کرښه وباسه و او خپل سنګر په ډاګه کړه …. » يا للعجب ! څومره سپین سترګی ! ؟

دده ديو لړ تکرار کلمو څخه چی راتير شو نو وايی چی « سنګر په ډاګه کړه . » دلته هم داسی ښکاری چی په سنګر ډاګه کول هم ليکونکی نه دی پوه . زما ټوله مقاله که يي لوستی وی يانه ديوه ډير کلک سنګر نماينده ګی کوی . « سنګر » نه ښکرونه لری او نه هم لکۍ . څوک چی دخپلو حقونو ، خپل ولس او خپلی خاوری دفاع کوی او داستعماری قدرتونو پر ضد روا او انقلابی مبارزه کوی ؛ دوطن داشغال او ويرانو لو پر ضد په ميړانه جنګيږی ، دا پخپله نه يوازی عالی ترين سنګر دی بلکه داستعماری او امپرياليستی قوتونو په مقابل کی د« کرښی په ډاګه کول هم دی . »

ښاغلی پاک طينت چی په همدغه رکن لا هم پوه نه شی « نو بايد خپل ټول لمونځونه راوګرزوی ،»

۵ ــ په پای کی ښاغلی داسی توصيه کوي : « …. هر څوک چی يې ، افغان يې ،زموږ وروريې خو دخدای خاطروکړه له دی وروسته سم غږ يږه اوبی ادرسه مه غږيږه ….. » دا ښاغلی چی په جاغور کی بيله څو تکراری کلمو څخه بل څه نه لری ، بايد پوه شی یو څوک چی د اشغالګرانو په مقابل کی دولسو نو او وطن دخلاصون په خاطر مقاومت نه شی کولای اوبر عکس ، په ډول دډولونو يي په صف کی ولاړوی نو په دغه وخت کی دورور ګلوی اووطنداری څه مفهوم ولری ؟ دا هم ځکه چی نوموړی په شکل داشکالو دامپرياليزم ، استعمار او تجا وز ګرانو پر ژرنده او به ورسپرول دی . دا چی يو افغان دتجاوز ګرانو له خوا دوطن پر ټولو ملی ، فرهنګی ټولنيز او سياسی منا فو باندی سترګی پټوی ، دوطن اشغالولو اوغلامولو جنايت ته اعتبار نه ورکوی ، نه يوازی دخپلو قهرما نو ولسونو پر حقونو پښه ايږدی بلکه خپل تیر دوياړه ډک تاريخ ته هم په سپکه سترګه ګوری . ددې له پاره چی ښاغلی پاک طينت دخپل مستعار نامه لاندی دراتلونکوګناهونو څخه ژغورل شوی وی ، لازمه ده چی لږ تر لږ دافغان ــ انګليس دري ستری تاريخی جګړې چی دعبرت درسونه وړاندی کوی په غور او دقت سره ولولي څو لږه خپل خان او خبل وطن وپيژ نی .

 نور بيا


( د لراوبر يادونه )


د لراوبر ويبپاڼي اداره خپلو ټولو درنو مشرانو او پوهانو ته خواست کوي چي د هري تبصرې او نظر پر وړاندي خپل قيمتي وخت ضايع نه کړي . د ښاغلي افق صاحب په پورتنۍ ليکنه کي ياده سوې ده چي لراوبر يوه ليکنه خپره کړې ده ، غواړو يوه تصحېح وکړو هغه دا چي لراوبر ويبپاڼي د ( پاک طينت ) ليکنه  نه ده خپرده کړې بلکي پاک طينت د افق صاحب تر ليکني لاندي تبصره ليکلې ده  http://larawbar.net/detail.php?id=7374


که له موږ څخه په دې خاطر  زموږ پوهان او ليکوال خپه کېږي چي ولي مو د ځينو موضوعګانو لپاره د تبصرو کړکۍ خلاصه کړې ده ، موږ بخښنه غواړو .


لراوبر ويبپاڼه د خپلو لراوبر افغان وطن د هر ليکوال ، عالم او استاد ډير قدر  او درناوی کوي او ددې تر څنګ هر لوستونکي خصوصآ ځوان نسل ته په پښتو ژبه د ليک لوست  او ملي موضوعګانو په اړه د نظر څرګندولو حق ورکوي .