مه کوه په چا چي و به شي په تا  video

د لراوبر اداره | مارچ 27th, 2009


که نن په ما ده خه خبره نه ده      صبا په تا ده خه خبره نه ده

ګرانو لوستونکو! له کومي ورځي نه چي پاکستان جوړ شوئ ، د اي اس اي منفوري ادارې د اسلام دتباهۍ پلانونه جوړ کړي او لا یي جوړوي . د وحشي صفته تروریستانو روزل یو له هغو وروستنیو شومو پلانونو یوه بیلګه ده چي دهغي له لیاري غواړي خپل اهداف تر سره کړي . خو نوموړي مکار پنجابي سامراجان د تروریزم خلاف غږونه هم اوچتوي او ناري سوري یي جوړي کړي دي چي گنې دوی د تروریزم په وړاندي په نریوله مبارزه کښي شریک دي او قرباني ورکوي . دوی د یوي مکرجن سخي په څیر تر اوسه وکولئ شول چي له یوي خوا د تروریزم سره دمبارزي په نوم په بیلینونو ډالر تر لاسه کري او له بلي خوا د افراطي ملایانواو طالبانو په لاس په افغانستان ، عراق ، او هند وستان کښي په زرگونو بي گناه خلک ووژني او پدې ډول خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ په منطقه کښي پیاوری کړي . ددي کارونو لپاره دوي له هیڅ شي مخ وانړاوه….د ځانمرگي بریدونود فرهنگ رایجول، ویره اچونه ، دافراطي اسلام څیره دنیا والو ته ور پیژندل ، د نړیوالو تروریستانو لپاره د تریننگ کپونو جوړول او پدز ډول تښتېدلو طالبي مشرانو ته پناه ورکول .

خو ویل کیږي چي “هوښیاره مرغي په دوه لومو کي له پسو څخه نښلي” . تاسي وگورئ چي یواځي په دغو تیرو څو کلونو کښي څومره بي گناه خلک په یوه نوم او بل نوم په افغانستان او پاکستان کي ووژل شول. ددي ټولو مسولیت د اي اس اي په غاړه دئ . که اي اس اي نورو ته اور اچاوه او دنورو وینو ته ناست و …خو د ا یي هیره کرې وه چي یوه ورځ به په دوی هم دغه شان ورځ راځي . که اي اس اي د هندوستان د ممبیي د تباهۍ پلانونه جوړ کړل …همدغوتروریستانو د پاکستان د بدنامي جنډه په ټوله دنیا کښي اوچته کړه. که پرون اي اس اي مریکا او نور دنیا وال په دغه او هغه دوکه کول ….نن ددو ي له نفاقه ډک تور مخونه هم را بر سیره شول….او اوس به نو ورته تینگ شي تور مخي پنچابيان . په دي اړه دغه لاندي خبري راپورتاژ ته غوږ شئ :



 


دا به ښه وي چي دا منفوره او لعنتي اداره له منځه ولاړه شي ، په تور لست کي ولیکل شي او کارکونکي یي د قانون منگولو ته وسپارل شي .

ته چي بل په غشي ولي هسي پوه شه    چه همدا غشي به ستا په لور ګذار شي

Copyright Larawbar 2007-2024