ساقي

د لراوبر اداره | مارچ 27th, 2009


شراب راوړه له ازله چې بیمار یمه
ساقي پروت پرځائ  لېمه  پر لار یمه


ځواني ولاړه پيري راغله وخت دغه دی
مه درګوره یاران ګوري زه په کار یمه


پوهه ده په سر نه په ژبه درته وایمه
په تش جام مي غوله وې واې تیار یمه


یاران ولاړه دا کاروان دی چې تېريږي
ژرسه ژرسه ساقيګوره زه دي یار یمه


د مجلس یاران کميږي یود بل پسي
ساقي وخت له لاسه ځې اوسلا تیار یمه

Copyright Larawbar 2007-2024