غوباړى

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2009


خوب وينم پاكى ستره جامى مى اغوستي ،دكلي مينځ كى په يوه ښايسته اوارام ځاى كي ستونى ستخ پروت ، اواسمان ته ګورم . غرونه غرونه سپيني وريځى څه كښته اوڅه پورته روانى دي ، كله كله په خپلو مينځوكى وجنګيږي هم اوداسمان رنګ رانه پناه كړي . خو كله ژراوكله شيبه وروسته بيرته بيلي اوهره يوه دخپل حركت لورى ونيسي .

 دوريځوديوځاي كيدواوبيليدو اودرنګونودهمدي اوښتورااوښتوپه مشغولاكي مي ناڅاپه يوه

زوروره ترپاترغوږه شوه ، وارخطاشوم ، ګورم چي دغوايانويوه لويه پاده په ډيرى تيزى سره

راخوشي ده . ماچي ترڅو ځان جوړاوه ، راورسيده اوپه كلي ورګده شوه ،نارينه ښځى، زاړه اوځوانان ، هلكان ، نجونى ، جوړاوناجوړټول يي په كوكو اومنډو كړل ، غوايانوچي دځينوپه غاړوكي زاړه پړي ، دځينوپه سپيږموكي شليدلي موارونه اوځينوروغي رسۍ ځانونوپسي راكښلي ، څوك يى په لګدواو څوك يى په ښكرونووهل، څوك يى پرځول اوڅوك يى ترپښولاندى كول . فضا سپېروګردونوونيوه ، اواسمان لاڅه چي هغه وريځى يي هم رانه پناكړى .

ماهم دنوروغونډى منډه كړه ، خويوتور ښكرورغوايي په ښكرونوكى واخيستم ، په زوره يى په ځمكه وويشتم اوپه څلوروراباندي ځاى پرځآى ودريد .

غوايي رډى رډى كاته ، نس يي بيواره بيواره پړسيده اوتشيده ، اودخولى دسرښتناكولاړو تارونه يي زماترمخ اوجامو راغځيدل . دى دومره درونداوقوي وچي ، غوښى او هډونه يي راودردول ، سوج ته مي راغلل چي ياليونى دى يا مست اوياپه قهردى ؟ خوددرى واړوعلامى پكي وي ، ځكه : كه به مي سروښوراوه ، په سربه يي راته پښه زوركړه ، كه به مي لاس وښوراوه په لاس ، كه به مى پښه وښوروله په پښه اوكه به مي چيغه كړه په شونډوبه يي راته پښه زوركړه .

 دردونه مي زيات اوسامي دومره تنګه اولنډه شوه چي دځنكندن علامي مي پكي احساس كړى ، له ځانه سره مي وويل ، ماخوله هيچاسره بدنه دي كړى ، داټكه راباندي له كومه ځايه راپريوته ؟

په همدي دردونواوعذابونوكى وم چي د څوراالوتو تو روغوباړو بنګهارشو ، غوباړوپه هواكي دپادي پرسرڅو دوري ووهلى ، بيايي پري راباندي كړه اوډير غوايان يي وچيچل ، پاده وترهيده ، كلى رمباړواوترپكوپه سرواخيست ، ډيرو خپلى لكى ناولى هم كړي ، تاوولى يي اوهرى خواته تيښتيدل .

اوس زماپه تنه ولاړغوايى دغوباړو بنګهارټكنى كړى،سراوغوږونه څنډي او ژر ژر لكۍ تاووي چي كوم غوباړي يي ونه چيچي . غوباړي زموږپه سرهم يوه دوره وكړه ، غوايي تيندك وخوړاويوه پښه يي رانه ليري كړه ،او دويمي دوري سره يي بله پښه هم رانه كوزه شوه . ماپه زړه كي ويل ، كاشكي يي وچيچي چي داهم وتښتي ، خو غوباړى بياراتاونه شو.

اوس دغوايي ددوو پښولاندي پروت يم ،چېغى وهم ، سترګى غوړولى شم ، لاسونه مي ښوري خوپورته كيدوته مي نه پريږدي ، دغوباړي بنګهارزه اوغوايي دواړه اورو، دى تري ډاريږي اوزه يي په ډيرى بى صبرى ، دبياراتاويدو انتظار باسم .

 پاى .

Copyright Larawbar 2007-2024