برتانيه: افغان ماموريت ته ۲۰۰۰ نور عسكر تيار دي
د برتانيې حكومت اعلان كړى چي صدارعظم ګورډن براون به راتلونكې هفته افغانستان ته د نوو عسكرو پر سر خبري وكړي.
د برتانيې د دفاع وزارت اعلان كړى چي افغان ماموريت ته يې ۲۰۰۰ نور عسكر تيار كړي دي.
د دفاع وزارت په وينا دغه نوي عسكر به د هلمند په ولايت كي د برتانيې د هغو نيژدې ۶۰۰۰ پوځيانو سره يوځاى سي چي له مخكي هلته مېشت دي.
برتانيې په داسي حال كي د نوو عسكرو تيارى وښود، چي امريكا په پلان كي لري افغانستان ته څلور زره پوځي او امنيتي روزونكي واستوي.
ساقي »