ننګرهار : د نارنج ګل پراخه مشاعره تر سره سول
د ننګرهار په زړه جلال اباد کې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د نارنج ګل مشاعره د یوې سترې غونډې په لړ کې ترسره شوه. په مشاعره کې لوړپوړي چارواکي نه سترګو کېدل، خو سلګونه شاعران او د شعر او ادب مينه والو پکې ګډون کړی و.
شاعرانو تر ډېره د شعر په ژبه پر افغان ولسمشر حامد کرزي، ايتلافي ځواکونو، بوش، اوباما او د ولسي جرګې پر غړيو نيوکې کولې. له همدې امله وه چې يو شمېر شاعرانو د نارنج ګل سږنۍ مشاعره بې خونده بلله او په وينا يې شعر پکې د شعار بڼه خپله کړې وه.
ياده دې وي چې دنارنج ګل مېله له ۱۳۴۰ کال راپديخوا هر پسرلی په جلال اباد کې جوړېږي ، چې د سيمې له شاعرانو سربېره پکې د لرې او برې پښتونخوا يو شمېر شاعران هم ګډون کوي. د دغې مشاعرې کوربه توب د اطلاعاتو او کولتور وزارت پرغاړه لري خو يو شمېر شخصي کمپنۍ هم ورسره مالي مرسته کوي.
ساقي »