کور / سياسي / افغان جګړه او د پاکستان ګټي (۳)

افغان جګړه او د پاکستان ګټي (۳)

دوی رښتیا باور کوي چي ګوندي دا جنګیالي د قبایلو په خوښه په دي سیمه کي دمه کوي او یا په دي لاره د دي قبایلو په رضا اوړي را اوړي. دا د حالاتو نه ناخبره سیاست مرداران پخپله سینه (دخپل افغان قوم په سینه) د تېغ را ښکلو پخپله غوښتنه کوي او دا تمه لري چي ګوندي په دي سره به دوی د رواني لوبي بریالي لوبغاړی شي او قدرت ته یي متصور خطر به منتفي کړي. حال دا چي په دي وجه دوی خپل سرونه د ابدي غلامۍ په غړوندي کي ننه باسي.


زمونږ د حکومت او سياست ځيني پردي پلوي لوړپوړي چارواکي د خبرو د افغان لوري په دي خبروموټی موټی غوښي اخلي په داسي حال کي چي د آی-اېس-آی(چي اوس ئى رول ترډيره ايم-آى په غاړه اخيستی خو زمونږ ساده ګان لا هماغسي شاه ګل ته بدرد وائي) بدمعاشان د خوشالېو په نيمه تياره ګډوله کلبونو کي د ماښامنېو د مېزونو تر شاه د مَري وېسکي د بوتلونو په مستۍ کي ددوي په ساده ګۍ خندنۍ کوي. او د دښمن د خولي هغه څه اوري چي اورېدل ئي غواړي. زمونږ د حکومت په عين وخت کي دا د انکار او اقرار یا دښکاره دښمنۍ او پټي دوستۍ غبرګي پاليسۍ په اوبو د اور بلولو معني لري. دا د ٫٫سرحد دي بند کړه٫٫ ناري د هغه پلان يوه برخه ده چي استعمار په کي پاکستان ته د (دا زما ،هغه ستا) امتياز ورکړی ځکه ئي دلته د دي لوبي يوازينی لوبغاړی پاکستان ټاکلی چي څه کوي او څنګه ئي خوښه وي هماغسي اختيار لري. که د استعمار دا ډاډ او مالي- نظامي ملاتړ د پاکستان سره نه واى، دا خو پرېده چي ګوندي ګواښ- توربرېښ ئي ورته کولی، نه پاکستان د نړۍ والو د ارادي او ګټو په خلاف ددي جنګ د اور د بلولو – بل ساتلو زړه درلود او نه وس.

تاسي وګورۍ هغه لوړ قدرت (Supreme Power ) چي سپوږمکۍ ئي حتی د شپي په تياره کي هم دوه انچه شى ليدلی او په کوټه کي کيدونکي خبري اورېدلی شي، د ګوادر او کراچۍ د سواحلو نه، په افغانستان کي د دښمن سمڅه ويشتلی شي، د بلوچستان ،ملتان،بډه بېري او چکوال له هوائي ډګرونو څخه د خپلو مخالفينو مرکزونه دوړه کولی شي، څنګه کېدای شي د سړو دا اوږدي لښکري ،د باروتو،ګولېواو وسلو کاروانونه او د لوټونو ٫٫پيسو٫٫ د بوجېو جوپي ئي له سترګو پټي شي؟ او چي د پاکستان د پوځ سر پوښلي لارۍ نه وي څنګه کېدای شي دا دومره خلک، وسايل تجهيزات او مهمات د هر چا د سترګو پټ د افغانستان د جنګ چوڼۍ(قرارګاه) ته چي د ډېورنډ لاين دواړه خواوي دي، ته راوړل شي؟ او چي د پاکستان جعلي پاسپورټونه، ديپلوماتيک برغولي او د پوځ ملاتړ ورسره نه وي ، دا چچنيایان،ازبکان،عربان،…او پنجابيان په کومو اسنادو،کومو هوائى او کومو ځمکنيو لارو دي تراړي ته را غورځيدلی شي؟


د د ي په ځای چي نړۍ وال (د امريکا- برتانيا په مشرۍ) په سرو سترګو پاکستان ته ووائي چي سمدستي لاس وهنه بنده کړه،او که داسي ئي ونه کړل نو بي خبره دي ئي د ګوزارونو لاندي ونيسي او تر هغي دي ئي وهي تر څو زور يي اوبه شي، ډېر د سوال په لهجه ورته وايي چي زمونږ سره د تروريزم په وړاندي په جنګ کي همکاري وکړه!

همکاري؟

دا هم د چا د مداخلو د بندولو طريقه کېداشي؟

افغان ساده حکومت هم چي څه اوري لکه د (آنګۍ) هماغه وائي (دپاکستان د ورور هېواد نه غواړو چي د تروريزم په وړاندي په جګړه کي راسره همکاري وکړي، که که پاکستان صادقانه همکاري وکړي، نړۍ وال دي پاکستان همکارۍ په و هڅوي،…) دومره د ساده ګانوخبرې! چي پوځ، په تېره پوځي استخبارات ئي د جګړه مارو ملاتړ کوي نو همکاري به درسره څوک او څنګه وکړي او ولي به ئي کوي. د دوى ګټه خو ستا په کور کي د جنګ د لمبو په لوړېدو کي ده. ولي به خپلي ګټي په سيند لاهو کوي او ولي به خپل تجارت خرابوي. البته پوليس به ئي کله نا کله يو نيم عرب، افغان يا بل عقرب نيسي او امريکا ته به ئي حواله کوي خو هغه هم د يو مقصد د پاره او هغه په پردو وينو او غوښو د پيسو اخيستل دي. هغه قصداً مداخله کوي، ددي د پاره پلان لري، مختلف مراحل ئي ورته ټاکلي،اهداف ئي ور ته تعين کړي او د هرپړاو د پاره يي نتائج اټکل کړي دي. دا لکه غله ته چي وايي چي د کور په ساتنه کي را سره مرسته و کړه او چي کله غل په څوکۍ کي شريک شي نو بيا د غلا څه سختي ده. لکه اوس چي جنګيالي په سرحد مېشتو د پاکستان د پوځي استخباراتو تر پوستو، چي زمونږ د هوښيار حکومت او غرضي نړۍ والو په بلنه ځاى په ځاى شوي دي، له سند- پنجاپ- مظفرآباد مانسهري او نورو مرکزونو څخه په ترپال پوښلو لارېو کي بند په خېر خېرېت سره را رسي او په ټولو وسلو او وسايلو، حتى موټر بمونو سمبال له سرحده را اړول کېږي. پکار خو دا وه چي افغان حکومت په قبائېلي قلمرو د پاکستان د هر ډول تېري په کلکه مخالفت کولى خو دا چي دوى په لوى لاس دلته د هغوى د غصب لپاره شرايط برابروي، داسي ښکاري چي په مونږ مسلط حکومت کومه افغاني اجندا نلري بلکه د بهرنيانو او ګاونډيانو د اجندا د پلي کولو لپاره د وسيلي په توګه په مونږ تپل شوى او نسبت ملي ګټو ته د پردو د ګټو ښه ساتنه کولى شي. هو که دا پوښتنه يو څه وارده وي چي پاکستان خو پخپله هم د حملو نښه ګرځي، تلفات ويني او … خو تاسي فکر وکړۍ که پاکستان د افغانستان د ځپلو لپاره مخامخ جنګ کولى، يو خو به ئي د جنګ ملا ماتونکي لګښتونه په ځان وړى، دا تجارت خو به ئى نه واي نه واي، بل به ئي په مخامخ جنګ کي ډ ير زيات تلفات ليدلى، درېمه او تر ټولو مهمه خبره دا چي په داسي يو بي جوازه جنګ کي به د دنيا د اقتصادي- سياسي او نظامي تحريمونو حتى د جنګي حملو مورد ګرځيدلى واى چي په ډېر لږ وخت کي به دا بي موره او بي پلاره مولود د مرګ له کومي تير شوي واي. او دا يي پري د پاسه چي د افغانانو استعمار ماتوونکي ګزارونه يي خوړلى. پدي حساب د دومره لويو او پراخو ګټو په وړاندي ددي وړو وړو تاوانونو ليدل د پاکستان د پاره د سترګو پټولو وړ دي.


د جګړه مارانو په راصادرولو او وسله واله ولو کښي به بي له شکه د ايران هم څه دخل او عمل وي خو د پاکستان په پرتله ډېر کم. چي د افغان جګړي څخه د ايران موخي او ګټي بيخي بيله موضوع ده او د جلا څېړني غوښتنه کوي. دلته زموږ مطلب يوازي او يوازي په افغان جنګ کښ د پاکستان د ګټو څېړل دي. نو ځکه هغي خواته نه ځو او خپل مطلب تر همدي عنوانه محدود ساتو. که ژوند ؤ، کافي معلومات په لاس کي ؤ او امکانات راسره ؤو هغي خواته به هم ولاړ شو.


حقيقت دادى چي په افغانستان کي د پاکستان د پوځ د پاره اقتصادي عمق همغومره اهميت لري لکه نظامي هغه يي چي ورته لري. د دي دواړو وجود د پاکستان د پوځي-افغان پاليسۍ د پاره د ملا او ګېډي حېثييت لري چي يو له بله يي شلېدل ناشوني دي. ځکه تر څو چي دلته جنګ وي، په پاکستان کي د مهاجرو موجوديت به حتمي سوال وي. او دا هغه فکتور دى چي پاکستان ته بي شميره هغه افغان بشري قوه په لاس ورکوي چي د اقتصادي ستونزو، دماغ وينځنې، عاطفي او احساساتي پاروني له لاري يي جنګ ته هڅوي. کله چي د پروېز مشرف له استعفاء ورځ- دوه وروسته په داخله (امنيتي) چارو کي ددولت مشاور- رحمن ملٍک پېښور ته را غى نو هلته يي د يويي بيانيي په ترځ کي له افغان مهاجرو و غوښتل چي دا سمه ده چي افغان مهاجر زمونږ ورونه دي خو دوى نور زمونږ په اقتصاد بوج دى، اوس په افغانستان کي امن دى، ډېموکريسي راغلي، بس دى، دوى دي نور افغانستان ته ولاړ شي. په دي پسي جوخت ( د ٢٠٠٨ کال د آګست د مياشتي په ٢٣مه شپه) د امريکا غږ آشنا رادو سره د اتو بجو د خبرو اترو په پروګرام کي رستم شاه مهمند په پاکستان کي د افغانانو د پاتي کېدو د ضرورت په ثبوت کي زښت زيات دلائل وړاندي کړل و يي ويل: ٫٫ افغانانو دلته خپل روزګارونه شورو کړي دي، دوى دلته امن را وستى، دا سمه نده چي څوک ووايي دوي په نا امنېو کي برخه لري. دوى په دشتو- مېرو او لا يزرع ځمکو اوسېږي، دوى د علاقي د خلکو په معيشت پېټى ندي بلکه دوى دلته امن را وستى، دوى د بهر نه ډېره زياته پېسه را وړي او زمونږ په ملک کي يي لګوي (په کار اچوي)٫٫. ديوي بلي پوښتني په ځواب کي رستم شاه مهمند وويل: ٫٫دا سرا سر زياتى دى، دوى دلته ديرش کاله تېر کړي دي، په داسي حال کي افغانستان ته ددوى ستنول چي هلته نه کاروي او نه امن، سراسر زياتى دى. دوى د خپل وطن سره ډېره مينه لري او چي کله هم هلته کي امن را شي، د روزګار موقه ورته ملاؤ شي، نو دوى پخپله خوښه افغانستان ته ځي. د هيچا د وينا ضرورت به بيا نه وي او دوى به خپل وطن ته ځي. دلته په افغان سفارتخانه\ کونسليټ کي د مهاجرينو دفتر دى، دي ته په کار دي چي ددي مهاجرو غم و کړي، د افغانستان حکومت ته په کار دي چي د پاکستان د حکومت سره رابطه و کړي او د افغانانو لپاره نا محدوده مهلت واخلي. مخکي ځل غوندي نه چي ددوه کالو کارتونه يي ور کړي ؤو. د وخت تعين په کارت کي غلط دى،… . زه د دي راديو په وساطت په افغان حکومت غږ کوم چي دوى دي ددي مهاجرو تپوس وکړي،…٫٫.


دا هماغه رستم شاه مهمند دى چي په سوېلي او قطبي پښتونخوا کي د برنو افغانانو په اوسېدو يي په هره مرکه کي په هغوي خپل غرونه غرونه احسانونه يادول، د پاکستان د راز راز خسارو يادونه به يي کوله او همدا مهاجرين به يي د پاکستان په اقتصاد لوى پېټى باله او ددي پېټي تحمل به يي په افغانانو د خپلو احسانونو په شمېر کي يادول. حتى ده د افغان مهاجرو د اخلاقي لوړتيا د خبرو د اورېدلو تحمل هم نه درلود او په شدت به يي د هغوي لوړتيا ردوله او نسبت پاکستانيانو ته به يي ټيټ ښودل. خو اوس چي په جديت د افغانانو د ايستلو خبره مطرح شوه نو ده د آي- ايس- آي مداخلي په خطر کي و ليدلي او د نامعلومه مودي دپاره يي دهغوى دلته د پاتي کېدو دپاره شور او زوږجوړ کړ!


له بله پلوه د پاکستان د پاره دومره پراخ او نږدي تجارتي مارکېټ چي افغانستان دى، بل هېڅ هېواد نشي کېداى. حتى د نړۍ هېڅ هېواد په پوله اقتصادي مارکېټ نه لري. پخوا افغانان له پاکستاني مصنوعاتو څخه سخته کرکه کوله او په هر جنس پوري د پاکستانى نوم د شلخي او کم اصل په معنى ؤ حتى که دا نوم به د د يوه ښه جيسييت لرنونکى هم ؤ بس د هغي د کوټه ګڼل کېدو د پاره د پاکستان نوم کافي ؤ. همداسي د پاکستان هر څه بد ګڼل کېدل. دا خو د پاکستان مداخلي دي چي دا مارکېټ يي ځانته ايجاد کړى دى. د دي ادعا د ثبوت د پاره د شواهدو هېڅ ضرورت نشته چي زه يي دلته تاسي ته وړاندي کړم. ټولو ته څرګنده ده چي افغانستان ټول د خپل ضرورت وړ اجناس له خارجه واردوي يعني د افغانستان اقتصاد يو په وارداتو متکي اقتصاد دى او د کوم هېواد اقتصاد چي په وارداتو متکي وي د هغه ملک پيسه ثبات نه لري. همدا وجه ده چي زمونږ په بازارونو کي ټوله را کړه ورکړه (عمده پير او پلور خو په کابل،هرات،او مزار کي هم) په کلدارو دي. هر څوک خپله سرمايه په کلدارو اړوي او ساتي يې. سره د دي چي همدا اوس پاکستانۍ روپۍ بحراني ده. او افغان حکومت هم تبليغاتي او هم عملي هڅي کوي مګر بيا هم پېر او پلور په کلدارو کېږي. که سړى د ځانه سره اجمالي حساب وکړي نو مونږ چي څومره پېسي په اروپا، امريکا، نوره نړۍ او پخپله په افغانستان کي ګټو، هغه په ميلونونو دالر چي دا څلوېښت ممالک يي راکوي دا ټولي يا نېغ په نېغه او يا هم له لږ ځنډ وروسته پاکستان ته اوړي او د هغه هېواد د اقتصاد برخه ګرځي. هغه مهاجر چي په پاکستان کي اوسي، د هغوى د اکثره کورنېو غړي په اروپا، امريکا، استراليا، ماليزيا، جاپان، …، عربي ممالکو ا و د خليج په هېوادونو کي بي شمېره پيسي ګټي او په پاکستان کي يي ددوى کورنۍ مصرفوي.

تاسي وګورۍ د دي جنګ په وجه مونږ هر څه د لاسه ورکړل او ومو نه شو کولاى چي لږ تر لږه يوه د څپلکو فابريکه جوړه کړو. نو مجبور يو چي په ساده حساب په شپږو مياشتو کي ٣٠.٠٠٠.٠٠٠ دېرش ميلونه په کال کي ٦٠.٠٠٠.٠٠٠ ميليونه جوړه څپلکې؛ همدومره څپلۍ، بوټان او سينډل؛ د ٦.٠٠٠.٠٠٠.٠٠٠ شپږ ميليارده کلدارو يا ٨١.٠٠٠.٠٠٠ يواتيا ميليونه ډالرو په بيه له پاکستانه واخلو؛ په کال کي لږ تر لږه شپيته ميليونه جوړه جامي د دولس ميليارده ١٢.٠٠٠.٠٠٠.٠٠٠ کلدارو يا ١٦٢.٠٠٠.٠٠٠يوسل او دوه شپيته ميليونه ډالرو په قيمت؛ په کال کيد دولس ميليارده کلدارو١٢.٠٠٠.٠٠٠.٠٠٠ يا يوسل دوه شپيته ميليونه ډالرو اوړه؛ د يادو پيسو نه د څو ځله زياتو پيسو غلي دانې؛ ادويه؛ ګردى سيخ؛ سيمنټ؛ غوړي؛ بوره؛ ضروف؛ د برق سامان؛ قرطاسيه؛ لرګي او د لرګي مصنوعات؛ تخنيکي او ساختماني مواد او ماشين الات…..مسلکي کارګران او استادان وارد کړو چي په نتيجه کي د کال په آخر کي د دي ميلياردونو دالرو څخه يوه پيسه هم له مونږ سره نه پاتي کېږي او ټولي پيسي مو د پاکستان بانکونو ته ځي. په دي حساب د نړيوالو دا مرستي په واقعيت د پاکستان سره دي او د پاکستان د لاس وهنو د زياتولو لپاره يو مشوق دى.

د دي تر څنګ د افغانستان مارکېټ ته د پاکستاني مالونو د چټک رسېدو او سم د واره خرڅ لامله د پاکستان د سرمايي سرعت هم حيرانونکى دى. يوه چينائي کمپنۍ چي افغانستان ته مال رالېږي د پيسو دوران ئى لږ تر لږه دري مياشتي نيسي. په مال پسي تګ، هلته ئي راټولول او اخيستل، بارول او رالېږل څه دپاسه يوه مياشت، په بحر کي د کراچۍ تر بندره د بحري بېړي منزل يوه مياشت او د پاکستان د ګمرک، اکسايز،پوليسو، د سوداګرۍ خونه (چمبراف کامرس)، د ريل ګاډي ،موټري ټرانسپورت او نوري او نوري ناکردي يوه مياشتي، چي پدي توګه په نورمالو حالاتو کي دا پروسيجر دري مياشتي نيسي. په مقابل کي ئي پاکستاني مالونه له يوي ورځي تر يوي اوونۍ او د زيات نه زيات په پنځلسو ورځو کي د افغانستان په مارکېټونو کي په نغدو پيسو بدلېږي چي د پانګي د دوران سرعت ئي نسبت چين ته لږ تر لږه د ٦ نه تر١٢ځله زيات دى.

سربېره پردي پاکستاني کمپنۍ زياته ګټه کوي يعني د ګټي سلنه ئي زياته ده. دا ځکه چي پاکستاني صادرونکي دا درک کولاى شي له هغي ګډوډۍ په استفاده چي ددوى د ملک استخباراتو په همدي موخه په افغانستان کي خلق کړې، متفرقه جنسونه په لارېو کي له بازاره بار، له سرحدي ګمرکه ئي محصولي مراحل خلاص او په سبا ئي بازار ته وړاندي کړي او په دي ترتيب بي کيفيته مالونه د کواليټي کنټرول پرته د ښه کيفيت د مال په نوم وپلوري او ځينوافغاني مامورينو ته د ډير لږ حق السکوت په ورکولو په روپۍ کي دوه وګټي.

دا هغه واقېعيتونه دي د کومو پر بناء چي پاکستان په افغانستان کي نطامي لاس وهنه کوي تر څو خپلي پلان شوي ګټي خوندي او تر لاسه کړي………….(نوربيا)