ننګرهار: ۱۵پروژې ګټي اخستني ته وسپارل شوې

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2009


د ملي پيوستون پروگرام پنځلس پروژي دشل مليونو اونولس زرو افغانيو په لگښت اوپه سلو کي لس د کليولو په ونډي سره پدي وروستيو وختو کي دننگرهار په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

نوموري پروژي دبغلان او ننگرهار ولايت د پراختيايي شوراگانو دريسانوا و د ملي پيوستون پروگرام مسوولينو په گډون پرانستل شوي .

د دغه ولايت دملي پيوستون پروگرام د مسولينو د وينا له مخي پدي پروژو کي د يو استنادي ديوال جورول ، داوبو لگولو ويالي ، لښتي ، د څاگانو کيندل او د سرک ترميم او شگي اچول شامل دي 

خبر زياتوي ، يادي شوي پروژي دننگرهار ولايت د بهسود په ولسوالي کي بشپري شويدي او له هغه نه ( ١٤٩٩) کورني برخمني شويدي .

د يادوني ور ده چي دملي پيوستون پروگرام له پيل نه تر اوسه پوري (١١٥١) پروژي بشپري او دخلکو داستفادي ور گرځيدلي دي اود (٩٨٠) نورو پروژو کار د ننگرها په ولايت کي جريان لري چي پدي نږدي وختو کي به گټي اخستني ته وسپارل شي . 





 
دکليو دبيارغوني اوپراختيا وزارت


دعامه اريکو ددفتر ريس

Copyright Larawbar 2007-2024