دهلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په شمال کي د طالبانو او افغان اردو تر منځ د تيرو درو ورځو راهيسي جګړه روانه ده ،دولتي چارواکي وايي چي د ملا نصرالدين په نوم د طالبانو د استخباراتو د يوه مسول په ګډون دوه نور طالبان وژل سوي دي ، وسله وال طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني او وايي چي ملي اردو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .