کور / تازه خبرونه / په فرا کي د USBI او طالبانو تر منځ نښته سوې ده

په فرا کي د USBI او طالبانو تر منځ نښته سوې ده

له هرات څخه کندهار ته د بهرنيو ځواکونو لپاره د خوراکي توکو پر يوه کاروان چي د يو ايس بي آی شخصي امنيتي کمپنۍ له خوا يې ساتنه کېدل د وسله والو طالبانو له خوا بريد وسو او په نښته کي د طالبانو په وينا پنځلس تنه امنيتي ساتونکي وژل سوي دي ، په پېښه کي دواړو خواو ته مرګ ژوبله واوښته .


د فراه ولايت چارواکي وايي چي په نښته کي د يو ايس بي آی پنځه تنه امنيتي ساتونکي زخمي سوي دي ، د فراه ولايت دولتي چارواکي وايي چي په دې نښته کي د ملا مجاهد او ملاعبدالباري په نومونو دوه تنه د طالبانو سيمه ايز قومندان  او اته نفره نور طالبان وژل سوي دي .قاري يوسف وويل چي شپاړس تنه پوليس يې وژلي دي او يو شمېر ژوندي نيولي دي .


دا په سږ کال کي د طالبانو او يو ايس بي ای تر ټولو درنه نښته وه .