کور / تازه خبرونه / لوګر:دموټر ښوېدلو له امله دوه مړه درې ژوبل سوه

لوګر:دموټر ښوېدلو له امله دوه مړه درې ژوبل سوه

د پکتيا او لوگر ولايتونو تر منځ دتيري په کنډو کي يو سرف موټر له لويي لاري لاندي لويدلی چي له امله يي دوه تنه وژل شويدي او دري نو ټپيان شويدي.دپکتيا والي وياند دين محمد درويش وايي چي وژل شوي او ټپيان په پارلمان کي دخوست وکيل لياقت الله بابکرخيل دکورني غړي دي.


وياند وايي چي دوی له کابل څخه خوست ولايت ته داختر لپاره روان وه چي دتيري په کنډو کي د يخک له امله ددوي موټر لاندي ولويد ده زياته کړه چي ټپيان په گرديز کي ملکي روغتون ته ددرملني په موخه ليږل شويدي او روغتيايي حالت يي د ډاډ وړ ښودل شويدی.


ديادولو وړ ده چي په همدې کنډو کي ديخک له امله يوه اونۍ وړاندي يو بل موټر هم لاندي لويديلی و  چي ديوه بهرني انجينر په گډون درې تنه افغانان وژل شوي وو.