کور / تازه خبرونه / دولت:د اختر په ورځو کي به امنيت ټينګ وي

دولت:د اختر په ورځو کي به امنيت ټينګ وي

دافغانستان د کورنيو چارو وزارت زمري بشري نن خبريالانو ته وويل چي د افغانستان په ډېرو ولايتونو کي د اختر د ورځو لپاره د امنيت ټينګښت په موخه ځآنګړي پلانونه جوړ سوي دي ، هغه وويل چي د کابل ښار لپاره يې څلور زره تنه پوليس د ښار د او شاوخوا سيمو د امنيت ساتلو لپاره په پام کي نيول سوي دي .


دا په داسي حال کي ده چي په تيرو څو اوونيو کي په کابل کي پرله پسې ځانمرګو بريدونو درنې مرګ ژوبلې رامنځته کړې .


دغه ډول د غزني ولايت د امنيې چارواکو په غزني کي د اختر په ورځو کي د امنيت لپاره د پوره تيارۍ درلودلو خبر ورکړی دی .