قسيم فهيم څه غواړي (د الله په نوم مجاهد يم ونډه راکړۍ)

د لراوبر اداره | دسمبر 18th, 2007


د بابوزي په قلم :


هغه لافي وهي چي که مجاهدينو ته ونډه زياته شي ، نو دا هېواد به ازاد کړي !


لومړۍ خبره خو د ازادۍ او خپلواکۍ ده ، چي د فهيم موخه کومه خپلواکي ده ، د اوسنيو ميشتو ايساف ، ناټو او امريکايې ځواکونو څخه د هېواد خپلواکي او که د طالبانو څخه خپلواکي  ؟  هغه څوک چي د ( ب  ٥٢  ډوله ) الوتکو په زور مارشال شوۍ وي هغه بيا د هغو الوتکو څخه  خلاصون ته هيڅ کله ازادي نه وايې  ، بلکي د هغوشتون ته  د خپل ژوندد پايښت د تضمين په سترګه ګوري . پاته سوه دا خبره چي د ښاغلي فهيم موخه  ددې وينا څخه د طالبانو څخه نجات او خلاصون ازادي ده .


وايې درواغجن حافظه نه لري  !  لا تر اوسه ډير کلونه ،  نه دي تير شوي چي د ښاغلي فهيم هير شوه چي د خپلو ټولو کورنيو او بهرنيو ( روسيه  ، ايران  ، هند او يو شمير نورو  )  ملګرو په مرسته يې يوازي د افغانستان پنځمه سليزه خاوره په لاس کي وه . اوس به کومه معجزه وشي چي د طالبانو څخه به ځان ازاد کړي ؟


رښتيا خبري خو دا دې چي همدا ښاغلۍ فهيم او د ده په څير يو شمير نور لافوک شارلتان دي چي د جګړې په دوام کي خپل ژوند ويني ، همدا جګړه وه چي ښاغلي فهيم  او د ده په څير نورو ته يې د هغوۍ تر خيال او تصور زياتي ګټي راوړي دي . هغوۍ ته جګړه يوه ګټوره سوداګړي ده . نه يې ځان نه يې خپل او نه يې اړوندانو ته زيان رسيږي  ، خو عايد يې ورځ په ورځ زياتيږي  .


همدا اوس هم  جګړه ماران د همدې رواني جګړي په وسيله  د خپلو ونډو او مقامونو په تناسب  عايد او ګټه تر لاسه کوي  . خو د مار شال صاحيب شکايت  په دې کي دۍ چي د پخوا په شان يې د پيسو او ډالرو بوجۍ چي له بده مرغه زموږ  د غريبو هېوادوالو د وينو په بدل کي جګړه مارانو ته رسيږي  ، د دې ښاغلي ونډه تر پخوا لږ ورته بريښي  .


مار شال د مجاهدينو د مهال هغه بندي ته پاته کيږي چي وايې دڅرخي پله په زندان کي يې د حقوقي بشر د استازي په ځواب کي ويلي وه چي  : ( زه په دې نه ژاړم چي زما سره په زندان کي بد چلن کيږي ، ژاړم په دې چي زه د رشوت پر مهال قومندان وم ، اوس چي د چور وخت راغلۍ زه په زندان کي ناست يم . )  د ښاغلي فهيم  ژړا هم  له همدې درکه ده .  هغه مهال چي د افغانيو او افغانستان چور او تالان کېدۍ ، نو مارشال صاحيب  د چپاول ګرو د امنيت  وزير و ، خو اوس چي د ډالرو او نړيوالود مرستو چپاول روان دي ، نو ده ته د مارشالۍ په پيمانه  د چور او تالان ونډه نه رسيږي . همدا لامل دۍ چي په هر جومات او هره کوڅه کي  يې چيغي او سورې  پيل کړۍ چي د الله په نوم مجاهد يم ونډه راکړۍ .

Copyright Larawbar 2007-2024