کور / شعر / دشمس غوندې غزل

دشمس غوندې غزل

 

تــرڅــنـګ ځــكــه رقــيــبـان ورســـره ډېـــردي
يـار،وا :سـتـوري داســمـان ورســــره ډېــردي


دجـانـان پـه نــوم مـې زړه وړي كـافــرغــل دى
بــل چــــلـــونــــه دشــيــطــان ورســـره ډېــــردي


ښـكـاره غـندي رقـيب ،يـاريـې دى پـټ ځكه
پــــه ســروزرو بـــاراوښـــان ورســــره ډېـــردي


شـاشـجاع غـونـدې بـه لوڅ شي په تاريخ كې
كــــه نــــازونــــه دجــــانــــان ورســــره ډېــــردي


لــه فــطـرتـــه مـې خـــداى زړه دى غــنـي كـړى
دســپـرلـي غـــونــدې ګــلان ورســـره ډېـــردي


خــــوســــتـى ځـــكــه پــــروانـــلـــري دپـــســتـو
چـــــې د لارې لارويــــان ورســـــــره ډېـــــــردي


شمس به جوړدرته دشمس غوندې غزل كړي
غـــزلــــتــوري لـــكـه ځــــان ورســــره ډېــــردى