کور / تازه خبرونه / ايساف:په ارزګان کي د ماين ښخولو پلان شند سو

ايساف:په ارزګان کي د ماين ښخولو پلان شند سو

افغان ځواكونو د اروزګان ولايت د لوړ بايل ، هوتك او الكوزو په كلي کي د مخالفينو د ماينونو د ښخولو پلان شنډ كړ، دا خبره له بګرام هوايي ډګر څخه د ايساف له خوا لراوبر ويبپاڼي ته په راغلې خپرپاڼه کي ليکل سوې ده .


د ايساف وياند وړاندي ليکي چي افغان ځواكونو هغه وخت خپل غبرګون وښودى كله چي دوي پنځه تنه مخالف وسلوال طالبان وليدل چي د سړك په غاړه د ماين په ښخولو بوخت د افغان ځواكونو لخوا دوى كلابند سول .


د ايساف د وياند په وينا افغان ځواكونو سمدستي د هوايي ځواك څخه مرسته وغوښتل چي د ماين د ښخولو پر ځاي بريد وكړي د هوايي ځواك د بريد وروسته هغه ښخ سوي ماين هم وچاوديد. خبرپاڼه وايي چي په هوايي بريد کي پنځه تنه ماين ښخوونکي هم ووژل سول او وروسته افغان ځواکونو په پلټيزو عملياتو کي څلور نور ښخ سوي ماينونه تر موندلو وروسته شنډ کړل .


ددې پېښي په اړه دوسله والو طالبانو وياند تر اوسه د خپل لوري نظر نه دی څرګند کړی .