کور / تازه خبرونه / ايساف وايي په هلمنداو روزګان کي يې عمليات کړيدي

ايساف وايي په هلمنداو روزګان کي يې عمليات کړيدي

له کندهاره دايساف په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي افغان ځواكونو د ايتلافي ځواكونو په ملتيا په بيلا بيلو عملياتو كي په موسى كلا ، دهراود او د اروزګان ولايت په ترين كوټ ولسوالى كي د جګړې په پايله كي د وسلوالو د اوسيدلو ځايونه ويجاړ كړي دي.


په خبرپاڼه کي راغلي دي چي افغان ځوا كونو د ګزمې په حال كي وه چي ۱۰ نتو وسلوالو ورباندي بريد وكړي  مخاليفينو په دغه بريد كي د سپكو او درنو وسلو څخه كار اخيستي دي .


افغان ځواكونو په بيړني ځوابي بريد كي د ځان د دفاع لپاره د درنو وسلوتر څنګ د هوايي ځواك څخه هم كار واخيستۍ .


په دغه جګړه كي  د افغان ځواكونو يو سر تيرى ټپي سوى دى او د مخالفينو د مرګ ژوبلي په اړه يي څه نه شوويلاى، ددې پېښي په اړه طالب وياند تر اوسه پوري خپل دريځ نه دی څرګند کړی خو بله خوا د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر له خوا د لوی اختر په مناسبت په يوه ليکل سوي پيغام کي راغلي دي چي  نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ د هلمند ولايت د موسى کلا ټوله ولسوالي نه ده نيولې .


ملا محمد  عمر اخند د افغان او بهرنيو ځواکونو له خواد موسی کلا نيول دهغوی برياليتوب نه بلکي ناکامي بللې ده ، هغه ليکلي دي چي نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ د دۀ په وينا يوازې د موسى کلا مرکز نيولى دى او نوره ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده .