کور / نثر / هره شپه مو د شبقدر هره ورځ مو د اختر سه

هره شپه مو د شبقدر هره ورځ مو د اختر سه

دلراوبردښکلې اوپه زړه پورې پاڼې قدرمنوکارکوونکواولوستونکو


دزړه له کومي سلامونه اوپیرزوینې مې ومنئ .


نیکمرغه لوي اختردې تاسواوجکړې ځپلوافغانانواود نړۍمیلیونونو مسلمانانوته مبارک وي، هره شپه مو د شبقدر هره ورځ مو د اختر سه .


دلوي اخترورځ،دخداي په لاره کې دسرښندنې، فداکارۍ، قربانۍ او پرنفس دغلبې دجوتې بیلګې ورځ،دحج په پرتمینومراسموکې دنړۍ د مسلمانانودوحدت اویووالي نندارې ته دوړاندې کولوورځ دې درته مبارکه وي . د پیرزوینوڅښتن تعالی ته ددعالاسونه لپه کووچې دغه ستراختردې ستاسواو دهرافغان دخوښیوپيلامه شي .


که څه هم اوس زموږپه هیوادکې دجنګ جګړواوورانیوله امله اختربې خونده دی خوخداي دې دغم ځپلواوکړیدلیوافغانانودوچوشونډودعاوې قبولې کړي ،لوي خداي دې نورستړې حوصلې دامن په ګوګل کې خوندي ګړي .


له لوي اومتعال خداي څخه غواړو چې زموږدهیوادپه هیڅ یوه برخه کې نوردټوپک غږ وانه وریدل شي اونورنودباروتوتورې لوخړې پورته نشي نورافغان ،افغان ته دکرکې اوکینې په سترګه ونه ګوري نورنوپردي زموږلپاره لاره ونه ټاکي بلکې په هیوادکې موهرې خواته سوله اوثبات ټینګ اوپه افغانانوکې مینه ،دوستي،وروري ،دکرکې اوکینې ځاي ونیسي جګره اوتاوتریخوالی زموږله هیواده خپل توراوکرغیړن ټغردتل لپاره ورټول کړي ،پردیس افغانان له پردیوملکونوخپل هیوادته ستانه اوددې ګډکورپه بیاودانولوکې په ګډه ونډه واخلي .


په هیوادکې ددایمي سولې اوسوکالۍپه هیله


ستاسوورور محمدظریف عنایت زی تهران