کور / راپور / په لغمان کې يوه لويه او له ولولو ډکه مشاعره وشوه

په لغمان کې يوه لويه او له ولولو ډکه مشاعره وشوه

شاعــــــــــران يو په نغمو يادوو خدای
هم په ورځو هم په شـــپو يادوو خدای


شېـــخ د کاڼي په تصبو يادوي خـــدای
مـوږ د اوښــــــکو په تصبو يادوو خدای


پرون په لغمان ولايت کې دنوموړي ولايت د کولتور رياست په بلنه او نوښت يوه لويه ، له ولولو ډکه او ازاده مشاعره شوه٠


نوموړې غونډه د ماسپښين پر دوه بجو له دود سره سم د سپېڅلي کلام الله په تلاوت پيل شوه ، ورپسې د لغمان ولايت د >والي او د يوشمېر کولتوري او ادبي ټولنو پيغامونه ولوستل شول،تر پيغامو وروسته دنوموړې غونډې خوږ ژبي وياند ښاغلي نادر مخور دريځ ته د شاعرانو په را بللو د مشاعرې لړۍ پيل کړه ٠


په نوموړې غونډه کې پر لسګونو شاعرانو برسېره بې شمېره مينه والو هم برخه اخيستې وه چې په چکچکو يې غونډه رنګينوله،د برخه والو له خوا د ښاغليو الله يار تلاش، محمدعيسی سعد،عزيز تحريک، عبدالله صداقت، شهزاده شيرين زوی او د جګړه مار نجار شعرونه ډير وستايل شول، دغونډې په اوږدوکې د لغمان ولايت د کولتور رياست د مشر ښاغلي عبدالوکيل اټک له خواد لغمان ولايت درنو اوسېدونکيو ته د نورو ولاياتو په څېر دلغمان ولايت نه هم د يوې مياشتنۍ خپرونې د خپراوي زيری ورکړل شوو٠ همدارنګه پرېکړه وشوه چې په لغمان ولايت کې به هره مياشت د (الفت ادبي بنډار) په نوم يوه غونډه جوړيږي٠


غونډه د ماښام په تيارو کې د عصرېې په خوړلو پای ته ورسېده ٠ ياده دې وي چې ځوان ليکوال او د ختيځ خپرونې مشر عبدالوکيل اټک يوه اونۍ وړاندې دچارواکو له خوا د لغمان ولايت د اطلاتو او کلتور مشر وټاکل شو٠